د ویسټ انډیز سوداګریزې سیالۍ د افغان لوبغاړو په شتون کې پېلېږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: سمیع الله درانی
سي پي ایل یا کارابین پرېمیرلیګ سیالۍ چې په ۲۰۱۳ م کال کې تاسیس شوي، سږ کال یې اووم پړاو د راروانې سپټمبر میاشت په ۴ مه نېټه پېلېږي.
دا سیالۍ د شپږ لوبډلو په ګډون پېلېږي، امازون جنګیالي، باربادوس ټراېډېنټس، سېنټ کېټس اېنډ نیویس پېټرایټس، جمېکا ټلاواس، ټرېنباګو نایټس رایډرز او سېنټ لوسیا سټارز لوبډلې په دې سیالیوکې لوبېږي.
محمدنبي عیسی خېل په ۲۰۱۷ م کال کې له سېنټ کېټس او نیویس پېټرایټس لوبډلې سره لوبېدلی، په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان د لوبو له کبله ونه توانېد، چې خپلې لوبډلې سره ولوبېږي.
۲۰۱۷ م کال کې راشدخان له امازون جنګیاليو لوبډلې سره ولوبېد، ۲۰۱۸ م کال کې هم هغه په دې لیګ کې د مهمو لوبو لپاره ولاړ او بیا د افغانستان لوبو ته راستون شو.
۲۰۱۸ م کال کې قېس احمد له سېنټ لوسیا ستارز لوبډلې سره ولوبېد.
سږ کال دا لیګ پېلېږي، خو افغان لوبغاړي به پکې خامخا برخوال وي.
۲۰۱۹ کال اووم پړاو سیالیوکې افغان لېګ برېک چېنا مېن توپ اچوونکی ظاهر خان له جمېکا ټالاواس لوبډلې سره لوبېږي.
تر اوسه د نورو افغان لوبغاړ نومونه په سکواډونوکې نه دي راغلي، ښایي تر وروستیو شېبو پورې پکې تغیرات راشي او افغان لوبغاړي واخېستل شي.

د سي پي ایل سیالیو اتلې لوبډلې
۲۰۱۳ م کال کې لومړی پړاو سي پي ایل جمېکا ټالاواس لوبډلې وګاټه، دوهم پړاو باربادوس ټراېډېنټس لوبډلې وګاټه، دریم پړاو ټرېنېډاډ اېنډ ټوباګو رېډ سټیل وګاټه، څلورم پړاو جمېکا ټالاواس وګاټه، پنځم پړاو ټرېنباګو نایټس رایډرز وګاټه او شپږم پړاو بیا ټرېنباګو نایټ رایډرز وګاټه.
سږ کال یې په اووم پړاو شپږ لوبډلې بختونه ازمايي.