د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره او مشهور نړیوال ورزشکاران اعلان سول
د سکای سپورټ لخوا د وروستۍ لسیزي ۲۰ غوره ورزشکاران اعلان سول، چي له برخي ئې دوه وتلي فوټبالران رونالډو پکښي درېیم او لیونل میسي بیا پکښي څلورم ځای کي راغلی.
د سکای سپورټ په نوم دې نړیوالي ورزشي شبکې د ۲۰۱۹م کال په وروستیو ورځو کي دا درجه بندي اعلان کړه، چي له ځان سره ئې د ټولو ورزشي کسانو او ورزشي مینوالو پام ځان ته راړولی.
په دې درجه بندي کي د تعجب خبره داده، چي د نورو ورزشو ترڅنګ د فوټبال په ډګر کي تر ټولو نوموتي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي پکښي له لومړي او دوهمه مقام وروسته درېیم او څلورم ځای خپلوي.
د سکای سپورټ لخوا په دې درجه بندي کي د امریکا وتلې ټینیس لوبغاړې سرینا ویلیامز لومړی مقام خپل کړی او دوهم ځای بیا د برتانیا د موټر ځغلوني لوبغاړي لویس هملتون ترلاسه کړی.
 
د سکای سپورټ لخوا د وروستۍ لیسیزي اعلان سوې درجه بندي په دې ډول ده.
 
۱ـ سرینا ویلیامز ( د امریکا د ټینیس لوبغاړې)
43719280 د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۲ـ لویس هملتون (د برتانیا د موټر ځغلوني لوبغاړی)
همیلتون د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۳ـ کریسټیانو رونالډو( د پرتګال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب د فوټبال لوبغاړی)
رونالډو د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۴ـ لیونل میسي ( د آرجنټاین ملي لوبډلي او بارسلونا کلب د فوټبال لوبغاړی)
1398022711261569617437984 د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۵ـ فلویډ میودر ( د آمریکا د بوکس لوبغاړی)
4a551062 8c19 496b a156 a185bbc8acf2 د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۶ـ نواک جوکوویچ ( صربستان هیواد ټینس لوبغاړی)
391901 290 د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۷ـ یوسین بولټ ( د جمیکا هیواد د ځغاستي لوبغاړی)
211 7216147230741 د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۸ـ تام بریډي ( امریکايي فوټبالر)
10531517495461413035 د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۹ـ لیبرون جیمز ( د NBA ټیم د باسکیټبال لوبغاړی)
57782038 د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۱۰ـ سیمون بایلز ( د آمریکا د جمناسټیک لوبغاړې)
سیمون بایلز د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۱۱ـ مایکل فلیپس ( د آمریکا د لامبو وهني لوبغاړی)
Biography of Michael Phelps 1 د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۱۲ـ کیتي ټایلر (د ایرلینډ هیواد د بوکس لوبغاړې)
KatieTaylor4021119 large د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۱۳ـ ریچي مک کاو ( د رګبي وتلی نیوزیلینډی لوبغاړی)
5RAHHIA6GBAYLGPK2OZGNZ22GE scaled د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
۱۴ـ کریس فروم ( د برتانیا د بایسکل ځغلوني لوبغاړی)
d8obmycucaelsmb د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول
په دې درجه بندي کي د هندوستان د کرکیټ ملي لوبډلي تکړه لوبغاړی ویراټ کوهلي هم شتون لري.
هغه بیا په یاده درجه بندي ۱۸م مقام خپل کړی.
Virat Kohli has become the highest run scorer in T20 international cricket د وروستۍ لسیزي تر ټولو غوره نړیوال ورزشکاران اعلان سول