د وخت وتلی نړیوال فوټبالر؛ خو اوس زنداني دئ!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د وخت وتلی نړیوال فوټبالر؛ خو اوس په زندان کي شپې او ورځي سبا کوي!
د فوټبال په برخه کي د نړۍ پخوانی او وتلی برازیلی فوټبالر پاراګوای هیواد ته داخلېدو په وخت کښي د جعلي پاسپورټ پر استعمالولو نیول سوی او له هغه وروسته په پاراګوی هیواد کي زندان ته لېږل سوی.
د یاد فوټبالر سره د هغه ورور هم د جعلي پاسپورټ د استعمال له امله بندی سوی او دواړو ته د ۶ میاشتني زندان سزا اورول سوې.
89887851 2812708688850421 4872193153777532928 o د وخت وتلی نړیوال فوټبالر؛ خو اوس زنداني دئ!
رونالدینیو او ورور ئې په خپلو ادعاوو کي ویلي، چي دوی دوکه خوړلې او دوی فکر کاوه، چي د پاراګوای هیواد د قضا برخي راته یاد پاسپورټونه د تحفې په ډول ډالۍ کړي.
د دې امکان وو، چي هغه او ورور دي د پيسو په مقابل کي له زندان څخه وژغورل سي، خو د محکمې قاضي په خپله وروستۍ پریکړه کي دا فیصله وکړه، چي هغوی به څه موده په پاراګوی هیواد کي زنداني کیږي.
داسي راپورنه خپاره سوه، چي د نړۍ بل قوي فوټبالر لیونل میسي د هغه د خوشي کولو لپاره د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی، خو تراوسه د هغه د خوشي کېدو برخه کي د پرمختګ خبر ندی ورکړل شوی.
 15791860873713 د وخت وتلی نړیوال فوټبالر؛ خو اوس زنداني دئ!
جالیبه خو لا داده، چي رونالدینیو په یاد زندان کي د زندانیانو ترمنځ د فوټبال په سیالیو کي هم ګډون وکړ، چي لوبډلي ئې د ده په وسیله لومړی مقام وګاټه او رونالدینیو د یادو سیالیو تر ټولو مخکښ ګولوهونکی وپېژندل شو.
Ronaldinho prison football 33d6 د وخت وتلی نړیوال فوټبالر؛ خو اوس زنداني دئ!
دا په داسي حال کي ده، چي برازیلیان و پاراګوای هیواد ته پر تګ هیڅ ډول پاسپورټ ته اړتیا نلري.
رونالدینیو او ورور ئې په یوې تبلیغاتي او د کوچنیانو لپاره یوې خیریه خپروني کي د ګډون په موخه پاراګوای هیواد ته سفر کړی وو.
۳۹ کلن رونالدینیو د خپلي برازیلۍ ملي لوبډلي ترڅنګ ګرمیو، پاریس سن ژرمین، بارسلونا، اث میلان، فلامینګو، اتلاتیکو ماډریډ، کرتارو او فلومیننزه فوټبال کلبونو لپاره سیالۍ ترسره کړي دي.
ronaldinho champions league final 2006 h4e0junizzqr1t7wwn0a6jv70 د وخت وتلی نړیوال فوټبالر؛ خو اوس زنداني دئ!
هغه د برازیل لپاره ۹۷ او د کلبونو لپاره بیا ۴۴۱ لوبي ترسره کړي دي، چي د هیواد لپاره ئې په ۹۷ لوبو کي ۳۳ او د کلبونو لپاره ئې بیا په یادو ۴۴۱ لوبو کي ۱۶۷ ګولوهني ترسره کړي دي.
لنډه دا چي د فوټبال نړیوالو مبصرینو رونالدینیو ته د فوټبال په برخه کي د شاعر لقب ورکړی.