ژباړه: مریم محمدي
واده کول د بشریت د بقا او تداوم لپاره د انسانانو د ژوند یوه ډیره اساسي برخه ده، خو ځیني خلک د واده کولو لپاره بیلابیلې غوښتنې لري، چې له ډلې نن درته په مالداره غوښتونکي خبرې کوو.
موږ نه وايو چې پیسې بدې دي. له پیسو سره کولای شئ چې د ژوند ضرورتونه مو پوره کړئ، چاته محتاج نه شئ، چکر به ووهئ، ښکلې جامې به واخلئ، همداسې دا او هغه…. خو په یاد مو وي چې هیڅ کله به په پیسو د ژوند لپاره خوښي وا نشئ اخیستی.
هغه نجونې یا هم کورنۍ چې د لور لپاره له بې وزله یا هم متوسط اقتصاد لرونکي کورنیو سره د کوژدې کولو په ځای د مالداره یا د پیسداره ځوان په لټه کې دي، ترڅو ورسره د ګډ ژوند پیل وکړي، دا خبرې ترې هیرې دي:
– که هلک ملیاردر وي ستاسو د ژوند ټول ضروتونه پوره هم کړي، خو هره ورځ درسره خیانت کوي، ایا دا یو ښه خاوند کیدای شي؟
– مثلا هلک ډير پیسدار دی، مګر د همدې پیسو له کبله ډیر متکبر دی، درته اهمیت نه درکوي، ایا دا شخص د واده کولو ارزښت لري؟
– شاید اوس به مو له ځان سره ویلي وي چې له داسې چا سره واده کوو چې د ثروت سره ښه خصوصیات هم ولري. ممکن داسې خلک په دنیا کې کم وي. اما نه وایو چې مالداره خلک بد دي، بلکې دا وایو چې، هغوی هم زموږ په څیر په ژوند کې عیبونه لري.
– اوس د دې په ځای چې مالداره غوښتونکي په تمه شئ، د پیسو پرځای په دې موضوع فکر وکړئ چې، خواستګار یا غوښتونکي مو د ژوند په بیلابیلو برخو کې در سره تفاهم لري کنه.
– پیسې ځینې وخت د ارامتیا سربیره خوند هم لري، کله چې له ارامتیا سره په ژوند کې مینه نه وي، د پیسو خوند درته تکراریږي بلاخره یوه ورځ درته عادي کیږي.
– ځینو څیړونو ښودلې له مالداره کس سره واده کول نه یوازې دا چې د ژوند خوشالي او ارامتیا اخلي، بلکي نورې ستونزې هم درته پيښولی شي.
– هغه ودونه چې د پیسو لپاره کې کیږي ترډیره دوامداره نه وي، فکر وکړئ هلک دومره پیسې لري چې حسابولی نه شي، خو وروسته له واده یوځل تاوان کوي، هرڅه له منځه ځي، په داسې حال کې بیا څه کوئ؟ مطمئنا چې د طلاق په لټه کې به یاست.
– که د مالداره خوستګار په تمه وۍ او هغه هم درته پیدا شو، نو له ځان سره دا هم ووایاست که چیرې له واده وروسته، دا هلک بې پیسو شو بیا به هم ورسره ژوند تیروئ؟ د دې سوال ځواب په یوازیتوب کې ځان ته په رښتیني ډول ورکړئ. که ځواب مو منفي وو اصلا له دې شخص سره واده مه کوي.
– دا جمله د ژوند شعار وټاکئ چې پیسې د خوښیو کلي نشي کیدای. تاسو له ځان سره فکر وکړئ او یو شمیر پیسدار خلک په یاد راوړئ، کوم یو یې، بې له اندیښنو او خوشاله ژوند لري؟