د هندوستان پريمرليګ ۴۹مه لوبه باران وګټله.

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
د هندوستان پريمرليګ ۴۹مه لوبه د بنګلور او راجستان ترمنځ وه.
د لوبي پچه راجستان وګټل او توپ اچونه يې انتخاب کړه.
FB IMG 1556657329573 د هندوستان پريمرليګ ۴۹مه لوبه باران وګټله.
تر ټاس اچولو وروسته د بنګلور په لوبغالي کي باران شروع سو او لوبه تر ۴ ساعته ډير ځنډ وروسته پيل سوه.
دا چي لوبه ډيره مهمه وه او د پلې اف لپاره د لوبډلو چانس ډيريدی نو ځکه لوبه يې ۵ اوورونو ته راکښه کړه.
پاورپلې ۲ اووره سوه او هر توپ اچوونکي يو يو اوور ترسره کولای سو.
FB IMG 1556657166514 د هندوستان پريمرليګ ۴۹مه لوبه باران وګټله.
ويرات کهولي او اې بي ډيولرز ښه پيل وکړ او د راجستان د توپ اچوونکي ارون څخه يې په لومړي اوور کي ۲۳ منډي واخيستې.
خو په دويم اوور کي د لوبي رنګ بدل سو.
شرياس ګوپال د ويرات کهولي ،اې بي ډيولرز او سټونيس ۳ واړو ويکټي پرلپسې واخيستلې او په سږکال کي دويم توپ اچوونکی سو چي په IPL کي هيټريک کوي.
FB IMG 1556657458823 د هندوستان پريمرليګ ۴۹مه لوبه باران وګټله.
بالاخره بنګلور په په ۵ اوورونو کي د ۷ لوبغاړو په سوځيدو راجستان ته ۶۳ منډي هدف ورکړ.
راجستان ۳ اوورونه ولوبول ۴۱ منډي يې وکړلې خو د څلورم اوور په دويم توپ د سنجو سمسون ويکټه ولاړه او ورسره باران يو ځل بيا پيل سو.
FB IMG 1556657352903 د هندوستان پريمرليګ ۴۹مه لوبه باران وګټله.
د باران د ډيرښت او ناوختۍ له کبله نور امکان نه وو چي لوبه دي وسي نو ځکه هري لوبډلي ته يوه يوه نومره ورکول سوه او لوبه بې نتيجې سوله.
پدې سره نور د بنګلور مخته تګ امکان نسته یوازي به خپله يوه پاته لوبه کوي او راجستان لاهم د مخته تګ چانس لري.
20190501 012659 د هندوستان پريمرليګ ۴۹مه لوبه باران وګټله.
هيره دي نه وي چي نن ماښام ۰۷:۰۰ بجې د چينای سوپرکينګز او ډهلي کاپيټلز لوبه ده.