د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ سیالیو په وروستۍ تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله د جدول د سر کرښې په خپلولو سره لمړي مقام ته ورسیده.
د کرکت نړیوالې شورا لخوا پرون د مۍ میاشتې په لمړۍ نیټه د لوبډلو رینکینګ یا درجه بندي اعلان شوه، چې پکې د هندوستان د کرکت ملي لوبډلې لپاره د لمړي مقام خپلولو زیری ورکړل شو، خو بل خوا د هندوستان قوي رقیب ۷ م مقام ته ګوزار شوی دی.
د نوې اعلان شوې درجه بندۍ له مخې هند د پخواني دویم مقام څخه لمړي مقام ته مخکې تګ او پاکستان د شپږم مقام څخه اووم ته شاه تګ کړی دی.
په وروستۍ اعلان شوې درجه بندۍ کې هندوستان لمړی، جنوبي افریقا د ویم، اسټرالیا دریم، نیوزیلنډ څلورم، انګلستان پنځم، سریلنکا شپږم، پاکستان اووم، بنګله دیش اتم، ویسټ انډیز نهم او زیمبابوې لسم مقام خپل کړی دی.
همدا راز هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ سیالیو ترڅنګ په یو ورځینیو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې هم لمړی مقام لري او په ورپسې دویم او دریم ځای کې جنوبي افریقا او انګلستان ځای لري.