د کرکټ په ډګر کې هندوستان او پاکستان د خپلو خړو ډیپلوماټیکو اړیکو له کبله ډیر کله سره وران پاتې شوي دي او دواړه هېواونه یو بل ته په سیالیو کې د ورتګ څخه انکار کوي.
له ډیر انتظار وروسته د کرکټ نړیواله شورا پریکړه کړې وه، چې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ (Asia Cup) یا داسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو به په هندوستان کې ترسره کیږي، خو د پاکستان بغاوت لا د وړاندې څخه پیل شوی و، چې هندوستان ته به خپله لوبډله و نه لیږي.
همدا زار هندی کرکټ بورډ او حکومت هم خپلې لوبډلې ته پاکستان ته په ورتګ کې اجازه نه ورکوي او د دواړو هېوداونو ترمنځ سیاسي اړیکو او اختلافاتو کرکټ هم انحصار کړی دی.
د هندوستان کرکټ بورډ خبر ورکړی دی، چې په روان ۲۰۱۸ م کال کې د اسیا جام سیالیو کوربه توب نه کوي.
د هندوستان د انکار وروسته اوس ویل کیږي، چې د اسیا جام سیالیو راتلونکی ۱۴ م پړاو به د هندوستان پر ځای په سریلنکا کې ترسره شي.
د اسیا جام ۱۴ م پړاو ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبډلو له ډلې څخه به ۵ د بشپړ غړیتوب لرونکي هېوادونه افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او یوه د دویمې درجې لوبډله ګډون کوي، چې تر دې مهاله لا نه ده په ډاګه شوې، خو ښايي چې د متحده عربي اماراتو لوبډله د دویم ځل لپاره په دغه جام کې ولوبیږي.
د کرکټ اسیا جام سیالیو لمړی پړاو په ۱۹۸۳ م کال کې پیل شو، چې پکې هندوستان د لمړي ځل اتلولي خپله کړه.
په ترسره شویو ۱۳ پړاونو کې ۶ ځلې هندوستان، ۵ځل سریلنکا او دوه ځلې پاکستان اتلولي خپله کړې ده، خو لا هم بنګله دیشۍ لوبډلې په کوم پړاو کې د اتلولۍ جام نه دی خپل کړی.
د کرکټ اسیا جام سیالیو په ۱۲ پړاونو کې پنځوس اوریزه لوبې ترسره شوې دي، خو یوازې د تیر ۲۰۱۶ م کال ۱۳ م پړاو کې یې ۲۰ اوریزه لوبې ترسره شوې.
د (Asia Cup) یا اسیا جام سیالیو ۱۴ م پړاو د روان۲۰۱۸ م کال د سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه پیل کیږي او د همدغه میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي