
ليکنه: مدثر دعوت
د بست زون د ۷ ولايتونو ترمنځ د ۱۶ کلونو لوبډلو ترمنځ د کريکټ سيالۍ پيل سو.
د ټورنمينټ په لومړنۍ لوبه کي هلمند وکولای سوله چي د زابل لوبډلي ته په ۵ ويکټو ماته ورکړي.
د لوبي پچه زابل وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړه.
زابل په ۳۲.۰۲ اوورونو کي ۲۰۷ منډي هدف وټاکی.
د زابل لپاره محمد اصف ۵۲ او وحدت ۴۶ منډي وکړې.
په توپ اچوونه کي د هلمند لپاره ميهن ارمان ۶ او نذيراحمد ۴ ويکټي ترلاسه کړلې او د زابل ټوله لوبډله یې په ۳۲.۰۲ اوورونو کي وسوځوله.
هلمندۍ لوبډلي لکه څنګه چي غوره توپ اچوونه يې ترسره کړه د پام وړ توپوهنه یې هم وکړله.
د هلمند لپاره عبدالنافع ۶۷، رحمت الله ۴۹ او خان محمد ۳۱ منډي وکړې.
د زابل لپاره عمران او حميدالله دوې،دوې ويکټي ترلاسه کړې.
د هلمند ۱۶ کلونو لوبډله په ۳۶.۲ اوورنو کي هدف ته ورسيده او په ۵ ويکټو يې د زابل ۱۶ کلونو ته ماته ورکړه.
هلمندي تنکي ځوان ميهن ارمان چي ۶ ويکټي يې ترلاسه کړې د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
هيره دي نه وي چي سبا د زابل او فراه لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کيږي.