د هلمند ورزش امريت سپورټي خبريالان وستايل

رنګین تجريدي ډیزاین

د هلمند د ورزش امريت او فوټبال فدراسيون د سپورټي خبريالانو سره د غونډې ترڅنګ د هغوی ستاينه هم وکړه.

د جون دويمه د ورزشي خبريالانو د نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې د ورزش اړوند ادارو او ورزشي خبریالانو له لورې لمانځل کېږي.

سږکال په افغانستان کې ددې ورځې لمانځل کم رنګه وه، خو تر تېرکال بيا ښه وو،ځکه د ورزش خبريالي تقريبا پدې هيواد کې نوې پيل سوېده او تر ډېره پوري ورزشي ادارې يې په وړاندې بې تفاوته پاتې دي.

د هيواد د څو ولايتونو په ګډون هلمند کې هم د ورزشي خبريالانو ورځ ولمانځل سوه،د هلمند د ورزش امريت او فوټبال فدراسيون له لورې سپورټي خبریالانو ته د دوی د ځانګړې ورځې په مناسبت پروګرام جوړل،کيک پرې کول او ځانګړي ډالۍ ورکول هغه څه وو چې په مخکې کلونو کې نه وو ترسره سوي.

هلمند ورزشي خبريالانو د ورزش امريت او فوټبال فدراسيون له مسولينو مننه وکړه چې د سپورټي خبريالانو د ځانګړي ورځي په مناسبت يې ددوی د هڅو قدرداني وکړه.

ورزشي خبریالانو د ټولو ورزشي ادارو څخه هيله وکړه تر څو مالومات ورته پر وخت ورکړي،او هغه ستونزي چې د ورزش په ډګر کې موجودي وي باید له دوی سره شريکې سي،تر څو تر اړوند مسولينو پوري يې ورسوي او يو حللاره ورته پيدا کړي.

د هلمند د ورزش امر توريالي سادات او د فوټبال فدراسيون مشر رنګين خان دفتاڼي د ورزشي خبريالانو کارونه او خدمتونه د توجه وړ وبلله او زياته يې کړه چې د مالوماتو د رسونې او د ورزش اړوند په هره برخه کې به د سپورټي خبريالانو سره همکار پاتېږي او په پوره ژمنتیا به يې ملاتړ کوي.

د کيک تر پرې کولو وروسته ورزشي خبریالانو ته د هلمند د ورزش امريت او فوټبال فدراسيون له لورې ځانګړي لباسونه چې د هر خبريال نوم ورباندي لیکل سوی وو ډالۍ سوه،همدارنګه ځينو ورزشي خبريالانو ته د هغوی د ښو کړنو پخاطر د ورزشي خبریالانو د فدراسيون له لورې ستاينلیکونه هم ورکړل سوه.