ژباړه: محمد عزيز پردېس
د لاندې ۱۲ برياليو کسانو څخه يو يې هم په يو دم يا يو وار شتمن شوي نه دي او يا هم په يو ځل نه دي بريالي شوي، ستونزې يې ليدلې، لوړو او ژورو سره مخامخ شوي او ربړې يې ګاللي دي. مونږ به په دې مقاله کې تاسو ته د نړۍ هغه ۱۲ بريالي او شتمن کسان در وپېژنو چې دوی د ځوانۍ په جوش، يعنې ۲۵ کلنۍ کې له ستونزو ډک حالت درلود او د ژوندانه وضيعت يې ښه نه و:
۱ – سټيو جابز
دی د اپل شرکت بنسټ ايښودونکی دی، خپل شرکت يې ټولو خلکو ته وپېژنده او په اپل شرکت کې د کار په پيلولو سره ميلونر شو.
د اپل شرکت د لومړۍ کاري ورځ په پای کې، په بازار کې يوازې ۱۰۲ ډالره ارزښت درلود.
۲- وارن بافټ
د يوويشتمې پېړۍ اغېزلرونکی پانګه وال.
په ۲۰ کلنۍ کې د بوف فالکس شرکت يو عادي پلورنکی، په ۲۶ کلنۍ کې د همدې شرکت د امنيتي برخې مشاور او څو کاله وروسته يې د بوف پارټنرشېپ لېمېټېد شرکت بنسټ کېښود.
۳- ماريسا مير
د ګوګل د شرکت شلمه استخدامي کارکوونکې
ميري په ۲۴ کلنۍ کې د ګوګل د شرکت د شلمې کارکوونکې په صفت په دندې وګومارل شوه، نوموړې په لومړيو کې د ګوګل د شرکت مهندسه شوه او د ۱۳ کلونو لپاره د دې شرکت سره کار وکړ، تر هغو چې ياهو ته يې لاره پيدا کړه او د ياهو د شرکت عمومي مديره شوه.
۴- مارک کوبان
د بارډربالاس شرکت يو عادي کارکوونکی.
کوبان په ۲۵ کلنۍ کې د انډيانان پوهنتون څخه فارغ شو او کورنۍ يې ډالاس ته کډه شوه. هغه په لومړيو کې د يو ساده کارکوونکي په صفت په کار بوخت و او وروسته يې د کمپيوټر د پرزو په پلورلو پيل وکړ.
۵- مارک زکربرګ
د داسې يو شرکت بنسټ يې کېښود چې اوس تر ټولو ډېر عايد لري.
هغه د ۲۵ کلنۍ څخه د ۵ کلونو لپاره سخت په خپل کار بوخت و او په فېسبوک يې کار کوه، چې وروسته د ۵ کلونو څخه د دې شرکت لومړنی عايد ۳۰۰ ميلونه ډالره و.
۶- ليري اليسون
د اوراکلا مشهوره شرکت بنسټ ايښودونکی، هغه په لومړيو کې د برنامو لپاره ليکنې کولې.
له ۲۲ کلنۍ څخه يې په برنامې جوړنې پيل وکړ، د ۸ کلونو لپاره يې په مختلفو شرکتونو لکه: وېل فارګو، فري من فونډس، او امپکس په شرکتونو کې کار وکړ. اليسون د امډهي کورپرېشن شرکت کې په دې بريالی شو چې د ای بي اېم لوی سيستم لومړنۍ نسخې رامنځ ته کړي.
۷- شرلي سنډبرګ
د فېسبوک مديره، په ۳۵ کلنۍ کې د هاروارډ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي څخه په لوړو نومرو فارغه شوه.
نوموړې وروسته د ورلډ بانک په شرکت کې د خپل پوهنتون د استاد ترنظر لاندې کار پيل کړ او وروسته بيا ځلې هاروارډ پوهنتون ته ولاړه ترڅو د خپل ام بي اې اسناد هم ترلاسه کړي.
۸- اېلون ماسک
نوموړي په ۲۴ کلنۍ کې د خپلې دوکتورا د زده کړو څخه منصرفه شو، ترڅو وشي کولی د انټرنېټ تود بازار يا هم ډاټ – کام ته ننوځي. لومړنی کار يې د Zip2 رامنځ ته کول و، چې دا پخپله د يو کنټرول کوونکی وېبسايت نوم دی. څه موده وروسته همدا وېبسايټ د Compaq کمپنۍ لخوا د ۳۰۷ ميلونه ډالرو په ارزښت واخېستل شو. ماسک وروسته د PayPal په رامنځ ته کولو بوخت شو.
۹- ډونالډ ټرمپ
امریکايي پانګه وال چې په لومړيو کې يې د پلار د شرکت مديريت او کڼترول په واک کې و.
د امريکې متحده ايالاتو اوسنی برحاله ولسمشر، نوموتی پانګوال، شتمن او مشهوره رسنيزه څېره، چې شتمن وزېږېد او شتمن لوی شو، خو د خپل د پلار د پيسو په ارزښت هغه وخت پوه شو چې کله د پلار لخوا دې ته اړ کړای شو ترڅو هره ورځ د خپل شرکت د شاوخوا تشې بټرۍ راټولې کړي.
۱۰- جېف بېزاس
د امازون سترې سوداګريزې کمپنۍ بنسټ ايښودونکی، چې يو وخت يې د مالي برخې ستونزمنه او جنجالي دنده پر غاړه وه.
بېزاس په ۲۴ کلنۍ کې د نرم افزارو شرکت د امنيت د برخې او د بانکي شبکو مدير شو او وروسته د څو کلونو څخه په دې بريالی شو چې د ټول شرکت مشر شي.
۱۱- ايريک اېشمېډ
د ګوګل اجرايوي مدير.
اېشمېډ په ۲۷ کلنۍ کې خپله دوکتورا بشپړه کړه او پرېکړه يې وکړه ترڅو د کمپيوټر ګرم بازار ته ورننوځي.
هغه ډېره موده د Xerox په څېړنيز مرکز کې کار وکړ او بالاخره په دې بريالی شو چې د نننۍ کمپيوټري نړۍ پرمختللي سيستمونه رامنځ ته کړي.
۱۲- ريچارډ برانسون
د Virgin شرکت بنسټ ايښودونکی.
په شل کلنۍ کې يې د موزيک د البومونو مغازه پرانېسته، په ۲۲ کلنۍ کې يې د موسيقۍ سټډيو رامنځ ته کړه او په ۳۰ کلنۍ کې يې د Virgin په نامه نړيوال شرکت جوړ کړ.