د نړۍ لس ښکلي ځنګلونه په څو زړه راښکونکو انځورونو کې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ځنګلي سيمې او منظرې تل د ګرځندويانو او سياحانو لپاره د پام وړ ځايونه دي. د ځنګل ارامښت او طبيعت ته نږدې والی تل د دې لامل شوي چې د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه ګرځندويانو او څېړونکو پام ځان ته راجلب کړي.
په دې ليکنه کې تاسو درنو لوستونکو ته د نړۍ هغه لس ښکلي او زړه راښکونکي ځنګلونه درپېژنو چې په ليدلو او ورتګ به يې پښېمانه نشئ.
د کاناډا ګڼ داخلي ځنګل

د کاناډا ګڼ داخلي ځنګل

دا ښکلی او ښېرازه ځنګل د کاناډا په برېټېش کلمبيا ايالت کې موقيعت لري، چې د نړۍ د ښکلو ځنګلونو په لېست کې وروستی ځنګل بلل کېږي. د دې ښکلي ځنګل ترټولو ډېره برخه د سدر ونې جوړوي او په دې دليل يې هوا نسبتا يخه ده چې سهيلي سيمو او راکي غرونو څېرمه پروت دی.
د نوموړي ځنګل ډېره برخه د راکي د غرونو درې جوړوي او همدا درې او غرنيزه منظرې د دې لامل ګرځېدلي چې دې ځنګل ته ځانګړی ښايست وروبښي.
په آلاسکا کې د ټونګا ځنګل
په آلاسکا کې د ټونګا ځنګل

د ټونګا ځنګل د امريکې متحده ايالتونو ترټولو لوی ملي ځنګل دی چې د الاسکا په يخه سيمه کې پروت دی. د دې زړه راښکونکي ځنګل مساحت ۶۹ زره کيلومتره مربع ښودل شوی دی. دا چې دا ځنګل د انساني تمدن څخه په لرې واټن کې پروت دی او د خلکو شمېر پکې کم دی، نو په همدې دليل؛ په دې ځنګل کې په مختلف ډول ژوي پيدا کېږي.
د دې ځنګل بل جالب ټکی دا دی چې، تقريبا ۷۵ زره بومي انسانان پکې استوګن دي، او نوم يې هم د دې بومي قبايلو څخه اخېستل شوی دی.
د دې په زړه پورې ځنګل ځانګړې ښکلاوې باعث شوي چې هرکال د نړۍ ګوټ ګوټ څخه ګرځندويان له دې سيمې ليدنه وکړي. البته اوس هم د دې ځنګل ډېره برخه د انسانانو د لاسرسۍ نه لرې پاتې شوې.
د غټ يږ يا Big Bearځنګل
د غټ يږ يا Big Bearځنګل

دا ځنګل هم يو له هغو ځنګلونو څخه دی چې تر اوسه د انسانانو د لاسرسۍ څخه لرې دي. په دې ځنګل کې په سلهاو ډولونو وحشي ژوي ژوند کوي. لکه: امريکايي پړانګ، لېوه، خاکستري يږ او د يږو رقم رقم ډولونه.
درې ډوله ترکيب: ځنګل، سيند او غرونو؛ نوموړي ځنګل ته ځانګړی ښايست وربخښلی دی.
په ځنګلونو پوښل شوي ټاپوګان د دې ښکلي ځنګل يوه بله ځانګړنه شمېرل کېږي او که غواړئ له دې ځنګل څخه ليدنه وکړئ؛ نو د کاناډا هېواد ويزه بايد ترلاسه کړئ.
د افريقا په لويه وچه ګې د کنګو ځنګل
د افريقا په لويه وچه ګې د کنګو ځنګل

د درې مخکينيو ځنګلونو خلاف چې په يخو ساحو کې يې موقيعت درلود؛ دا ځنګل د استوا ليکې ته نږدې پروت دی. د کنګو ځنګل وروسته له امازون ځنګل څخه د نړۍ دويم لوی ځنګل دی. د دې ځنګل ۲/۳ برخه د کنګو په هېواد کې او متباقي برخه يې د ګابن، کامرون او ګينه استوايي هېوادونو کې پرته ده. د دې هېوادنو په ميلونونو شمېر خلک په همدې ځنګله کې ژوند کوي.
په دې پراخ ځنګل کې ډول ډول ژوي ژوند کوي. لکه: هاتي (فيل)، شادي، زرافه، طاووس او ډېر شمېر الوتونکي.
په يوروګوا کې د مونټه ويډئو ځنګل
په يوروګوا کې د مونټه ويډئو ځنګل

دا ښکلی ځنګل د يوروګوا هېواد په کورډيلرای غرونو کې موقيعت لري او د دې ځنګل يوه هغه ځانګړنه چې په نورو ځنګلونو کې نشته؛ منيار يا غبار دی. يانې د کال په اوږدو کې پکې تل منيار او غبار وي، چې همدې غبار ورته يوه ځانګړې ښکلا وربخښلې ده. مساحت يې ۱۰۵۰۰ هکټاره ښودل شوی او هوا يې تقريبا ګرمه او نرمه ده. په دې زړه راښکونکي ځنګله کې ډول ډول شنه بوټي شته چې ۲۵۰۰ ډوله مختلف شنه بوټي پکې شامل دي.
نوموړي ځنګل کې د نړۍ په کچه ترټولو ډېر د ارکيډ [ (Orchid ) يوډول بوټى چه ابي سره بخن ګلان لري ]، شنه بوټي شتون لري او همدارنګه ياد ځنګل د ډېرو ژويو او تي لرونکو حيواناتو تمځای دی.
د پيسګاه ځنګل
د پيسګاه ځنګل

په دې فهرست کې د پنځم ځنګل د ليدلو په موخه بايد د امريکا لويې وچې په لور وخوځېږو. د پيسګاه ملي ځنګل د کارولينا ايالت اړوند د آپالاچيان په غرونو کې موقيعت لري. په نوموړي ښکلي ځنګله کې درې سيندونه ( بنټ کرک، ميلز او ډېوېډسون ) لکه د ښامارانو په څېر پراته دي چې د ياد ځنګل په ښېرازۍ کې يې رغنده رول لوبلی دی.
په پيسګاه ځنګل کې د يادو سيندونو او غرونو شتون د دې لامل ګرځېدلی چې هلته دې ډېر ځړوبي يا ابشارونه رامنځ ته شي. د مني په موسم کې د نوموړي ځنګل ونې او بوټي په ښکلو رنګونو سره ځان ته ځانګړې او زړه راښکونکې ښکلا وربخښي، چې په ليدلو به يې د سړي زړه باغ باغ شي.
د دې ځنګل په حاشيه يي سيمو کې ډول ډول او ښکلې لرګينې خونې يا چوپدرې جوړې شوي چې د هرکال په اوږدو کې د ګرځندويانو کوربه توب کوي.
د کوکونينو ځنګل
د کوکونينو ځنګل

دا ځنګل د ۷۵۱۱ کيلو متره مربع مساحت په درلودو سره د شمالي اريزونا په سيمو کې موقيعت لري. د نوموړي ځنګل ډېره برخه د کاج او نورې همېشنۍ شنې ونې جوړوي چې دا ځانګړنه د دې لامل شوې چې د ژمي په موسم کې ياد ځنګل ځان ته په زړه پورې ښکلا وروبخښي.
د کرکونينو ځنګل يوه بله ځانګړنه دا ده چې، په شاوخوا کې يې ښکلې بيدياوې او دښتې پرتې دي، چې د دې ځنګل ښکلا يې لاپسې ډېره کړې ده.
د مارک ټواين ملي ځنګل
د مارک ټواين ملي ځنګل

ياد ځنګل د نوموتي ليکوال مارک ټواين له نامه اخېستل شوی دی او د امريکې متحده ايالتونو په ميسوري ايالت کې پروت دی.
د دې ځنګل ترټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې، پکې د نړۍ لويه د اوبو چينه موقيعت لري، چې هره ورځ ۲۱۴ ميليون مترمکعبه اوبه ترې راوځي.
د دې ځنګل ځينې برخې دومره ښېرازه او ګڼې دي چې تر اوسه هم څوک په دې نه دي توانېدلي چې ورننوځي او يوازې د هوا له لارې يې انځورونه اخېستل شوي دي.
د امازون ځنګل
د امازون ځنګل

د دې لوی ځنګل شهرت دومره ډېر دی چې تقريبا د نړۍ ټول خلک يې پېژني. دا ځنګل د سهيلي امريکا په برازيل، پيرو او کلمبيا هېوادونو کې پروت دی. د دې ځنګل ځينې برخې دومره ګڼې دي چې تر اوسه هم خلک په دې نه دي توانېدلي چې دننه ورشي او يوازې د هوا له لارې يې انځورونه نيول شوي دي. آمازون په پخواني يونان کې د يوې جګړه ييزې کورنۍ نوم و چې ټول غړي يې ښځينه وې. کله چې په لومړيو کې اروپايي کاشفان دې ځنګله ته راغلل، نو د ښځينه جنګجويانو قبايلو سره مخامخ شوه، چې په همدې دليل يې د ياد ځنګل نوم آمازون ونوموه.
امازون ځنګل د نړۍ په کچه د ژويو او شنو بوټو په لحاظ ترټولو غني سيمه ده. د امازون لوی سيند چې د نړۍ دويم لوی سيند دی؛ د دې ځنګله په زړه کې لکه د لوی ښامار پشان راتېر شوی دی.
داسې هم ويل کېږي چې تر دې دمه په امازون ځنګله کې ډېر داسې ناکشف شوي قبايل شتون لري چې د اوسنۍ پرمختللې نړۍ سره هېڅ ډول اړيکې نه لري، ناخبره دي او خپل ژوند ته دوام ورکوي.
د سونډاربانس ځنګل
د سونډاربانس ځنګل

زه مطمئين يم چې ډېری لوستونکو تمه لرله چې د دې فهرست په سر کې به د امازون زړه راښکونکي ځنګل نوم وي، خو خبره داسې نه ده او په ډاډه زړه درته وايم چې د سونډاربانس ځنګل نوم به مو، چې د نړۍ د ښکلو ځنګلونو د لېست په لومړۍ کرښه کې دی؛ تر دې دمه نه وي اورېدلی. د سونډاربانس ځنګل چې په بنګالي ژبه کې د ( ښکلي ځنګل ) مانا ورکوي، د نړۍ په سطحه يو ښکلی، ګڼ او زړه راښکونکی ځنګل دی.
دا ښکلی ځنګل د هندوستان او بنګله دېش ترمنځ پروت دی او د ښکلو منظرو بېلګه يې ښايي په ټوله نړۍ کې نه وي.
په دې ځنګله کې اسيايي يا بنګالي پړانګان ښه ډېر پيدا کېږي او همدارنګه تر دې دمه پکې د ۳۰۰ څخه ډېر ډول ډول د ژويو شمېر ثبت شوی دی.
د ونو ګڼوالی، د ابشارونو شرهار، مرطوبه او نرمه هوا، د خوږو اوبولرونکې چينې؛ دا ټول هغه څه دي چې دې زړه راښکونکي ځنګله ته يې ځانګړې ښکلا او جذابيت وربخښلی دی.
سرچينه: JAAM JAM