د ویسټ انډیز د کرکټ ملي او د نړي د غوره یولس کسیزو لوبډلو ترمنځ په انګلستان کې د خیریه ۲۰ اوریزه سیالۍ وړاندې د نړۍ د غوره لوبډلې لپاره ټاکل شوی لوبډلمشر انګلستانی کپتان ایون مورګن ټپي شو او پر ځای یې پاکستانی الراونډر شاهد خان افریدي د دغه لوبډلې لپاره مشر وټاکل شو.
د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړلو د مرستې راټولولو په موخه د داوړ لوبډلو ترمنځ یوه ۲۰ اوریزه خیره سیالي پلان شوې ده، چې د روانې میاشتې په ۳۱ مه نېټه نن د انګلستان په لارډز تاریخي کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د سیالۍ وړاندې انګلستانی کپتان ایون مورګن د لاس د ګوتې د ماتیدو له کبله په سیالۍ کې ګډون نشي کولی او پرځای یې اسټرالوي توپ وهونکی سیم بیلنګز لوبډلې ته غوره شوی دی.
د نړۍ په غوره لوبډله کې د بېلابيلو هېوادونو څخه لوبغاړي غوره شوي دي، چې پکې د افغانستان څخه راشد خان ګډون کوي.
په نورو لوبغاړو کې پاکستانی، شاهد خان افریدي، شعیب ملک، نیوزیلینډ لوک رانکي، میچل میکلینیګن، اسټرالوي سیم بیلنګز، بنګله دیشي تمیم اقبال، سریلانکايي الراونډر تیسارا پریرا، هندی تیز بالر محمد شامي، انګلستانی عادل رشید او نیپالی سندیپ لامیچاني شامل دي.
همدا راز په دغه خیریه سیالۍ کې به د ویسټ انډیز لخوا کارلوس بریټ ویټ، کریس ګیل، انډریو فلیچر، ایون لیوس، مارلیون سیمیولز، انډریو رسل، ریاډ امیریټ، ایشلي نرس، کیمو پاول، رومان پاول، دینیش رامدین، سمیویلز بدري او کیسریک ویلیمس د نړۍي د غوره لوبډلې خلاف په سیالۍ کې ولوبیږي.
سیالي به د افغانستان پر وخت د نن شپې په ۹ بجو سره په انګلستان کې پیل شي، چې د نندارې په موخه یې زیات شمیر مینه والو لوبغالي د ورتلوو لپاره لا د وړاندې ټیکټونه اخیستي دي.