د نړۍ د اسمان څکه ودانۍ یا د دبۍ د خلیفه برج جالب اړخونه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: محمد عزيز پردېس
د دبۍ د خليفه برج دمګړۍ په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوړپوړيزه او اسمان څکه ودانۍ ده چې نوم يې د ګېنس د ريکارډونو په کتاب کې ثبت شوی دی.
د نوموړې زړه راښکونکې ودانۍ کار د ۶ کلونو په ترڅ کې بشپړ شو.
د نړۍ ترټولو لوړه ودانۍ
Burj khalifa hd desktop wallpapers 014 د نړۍ د اسمان څکه ودانۍ یا د دبۍ د خلیفه برج جالب اړخونه
د برج سوداګريزې ادارې او مسکوني واحدونو لوړوالی ۵۸۴ متره دی او دا د برج انتن دی چې د هغه لوړوالی يې ۸۲۸ مترو ته رسولی دی. د اېفل برج د نوموړي برج ۱/۳ برخه جوړوي او د خليفه ټاور دمګړی د نړۍ په کچه ترټولو لوړه ودانۍ ده.
که کله دبۍ ته لاړئ، نو حتما هڅه وکړئ چې د دې ښکلې ودانۍ نه ليدنه وکړئ.
د خليفه ټاور پوړونه، هوټلونه او پارکنګونه
burj khalifa wallpaper 004 د نړۍ د اسمان څکه ودانۍ یا د دبۍ د خلیفه برج جالب اړخونه
د ځمکې لاندې يې يوازې يو پوړ دی، خپله برج ۱۶۳ پوړه لري او د ۵۸ عددو لفټونو درلودونکی دی.
د اپارتمانونو شمېر يې ۹۰۰، پارکېنګونه يې ۲۹۵۷ دي او ۳۰۴ هوټلونه پکې شتون لري.
د خليفه ټاور مساحت
burj khalifa wallpaper 015 د نړۍ د اسمان څکه ودانۍ یا د دبۍ د خلیفه برج جالب اړخونه
هغه فضا چې نوموړې ودانۍ پکې جوړه شوې ده، ۳۰۹۴۷۳ متره مساحت لري.
د خليفه برج ډيزاينر او طراح
238772 cityscape Burj Khalifa Dubai city sunrise mist skyscraper building long exposure tower clouds sky د نړۍ د اسمان څکه ودانۍ یا د دبۍ د خلیفه برج جالب اړخونه
د نوموړې ودانۍ د جوړولو مسوليت د سکيډمور شرکت د انجينيرانو پر غاړه و، چې يو امريکايي شرکت دی.
د خليفه برج د جوړولو کلونه
burj khalifa at night د نړۍ د اسمان څکه ودانۍ یا د دبۍ د خلیفه برج جالب اړخونه
د نوموړي برج د جوړولو کار په ۲۰۰۴ کې پيل او په ۲۰۱۰ کال کې پای ته ورسېد او پرانېستل شو. په لومړيو کې تمه وه چې نوم يې د دبۍ ټاور وي خو وروسته بيا پرېکړه وشوه چې نوم يې د خليفه ټاور شي.
د خليفه ټاور د جوړولو کارکوونکي
د نړۍ د اسمان څکه ودانۍ یا د دبۍ د خلیفه برج جالب اړخونه
د نوموړي برج د جوړولو پر مهال به هره ورځ ۱۲۰۰ کارکوونکي په کار بوخت ول.
د خليفه ټاور د ښيښو نظافت
6943928 world tallest tower burj khalifa د نړۍ د اسمان څکه ودانۍ یا د دبۍ د خلیفه برج جالب اړخونه
د خليفه برج د ښيښو د پاکولو لپاره له ۳۶ کسانو څخه ګټه اخېستل کېږي، چې د ۱۲ لفټونو په مرسته دا کړنه ترسره کوي.
د خليفه برج د ډيزاين فکر او ايډيه
د نوموړي زړه راښکونکي ټاور د ډيزاين الهام له هايمنوکاليس ګلي څخه اخېستل شوی دی.