
د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه سوه!
د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، چي تاجکستانۍ ده پرون د ۱۲۷ کلنو په عمر له دې دنیا څخه سترګي پټي کړې او مړه سوه.
د فاطمې میرزاقول په نوم دې ۱۲۷ کلني زړې ښځي د تاجکستان هیواد په سغد ولایت کي ژوند کاوه.
دا ښځه د ۱۸۹۳م کال د مارچ میاشتي په ۱۳مه نېټه دې نړۍ ته سترګي لغړولي وې.
راپورونه وايي، چي هغې اته زامن او ۲۰۰ لمسیان او کړوسیان درلودل.
د معلوماتو له مخي، چي هغې تر ډېره د خپل ځان او کورنۍ لپار کار کاوه او پر کور نه کښېنسته، چي همدې کار او کړني ئې د دې باعث وې، چي ډېر عمر ولري.