ژباړه: نسیمه محمدي
زیاتره مور او پلار د تجربو پر اساس د خپلو اولادونو د جسمي روغتیا په اړه پوهه ترلاسه کوي، خو زیاتره عادي وګړي د نویو زېږېدلو ماشومانو په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د ژوند په لومړیو کې کوچنیان ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري او په آسانۍ ترې ساتنه او پالنه نشو کولا،په عین حال کې ځینې جالب ټکي د دوی په اړه شته دي.
د لویانو بدن تقریباً ۲۰۶ هډوکي لري، په داسې حال کې چې کوچنیان له ۳۰۰ هډوکو سره نړۍ ته راځي.
د دغو هډوکو څو مورده په لومړیو کې د یوه ډول غشا په واسطه وصل وي، د ژوند په لومړیو څو کلونو کې دا غشا لمنځه ځي،د ماشوم د انعطاف وړ اسکلېټ زېږون آسانوي.
کوچنیان د زنګون پر ځای له غضروف سره نړۍ ته راځي او وروسته بیا همدغه غضروف په هډوکي بدلېږي.
د زنګون انعطافمنونکی غضروف د زېږېدلو پر وخت د زنګون له زیانمن کېدلو څخه مخنیوی کوي.
د زېږون پر وخت ماشوم په ډېره کمه اندازه د لیدلو وړتیا لري، هغوی له ۲۰ سانتي متر (۸ انچه) لرې واټن نشي لیدلای، یوازې یوه اندازه رنګ تفکیک کولای شي، سره له دې د ماشومانو د لیدلو حس ډېر ژر وده کوي او په یو کلنۍ کې د لویانو غوندې د بینایۍ وړتیا لري.
زیاتره ماشومان له خړ/ آبي رنګه سترګو سره نړۍ ته راځي، خو امکان لري دا رنګ قطعي نه اوسي.
د سترګو رنګ د جنېټېک پر اساس ټاکل کېږي او له شپږ تر اتو میاشتو وخت ته اړتیا ده، پوه شئ چې د سترګو رنګ آبي، قهوهيي (خرمايي)، خړ یا شین رنګ خپلوي.
څرنګه چې د ماشومانو مغز د لویانو ۱/۴ برخه وزن لري، خو د بدن د تناسب له اړخه لوی دی.
د نوي زېږېدلي ماشوم مغز ۴۰۰ ګرامه (۰،۸ پونډ)، چې زیات یا کم د ټول بدن ۱۰٪ وزن یې ښايي.
د دې اپوټه د لویانو ماغزه ۱،۵ کیلو ګرام (۳،۳ پونډ) چې د ټول بدن ۲٪ وزن تشکیلوي.