د نوین الحق ریورس سویپ لوبه، تر سوپر اوور ورسوله

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 

د کارېبین پرېمېرلیګ یا سي‌پي‌اېل سیالیو په دوام ۱۱ مه لوبه ترسره شوه، چې د پولارډ دې اړوند لوبډلې ټرېنباګو نایټ رایډرز په شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د کولېن منرو د ۳۲ منډو په مرسته ۱۳۸ منډې وکړې او ګیانا امازون جنګیالیو لوبډلې ته یې ۱۳۹ منډې هدف ورکړ.

نوین الحق په ۳ اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.

روماریو شېفرډ په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او د ټرېنباګو لوبډلې ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

محمد حفیظ هم په درې اورونوکې ۱۸ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې ترلاسه کړې.

د نوین الحق دې اړوند لوبډلې جالبه توپوهنه وکړه، په ځانګړي ډول په وروستیو دوو اورونو کې نوین الحق او شېفرډ داسې توپوهنه وکړه، چې لوبه یې تر سوپر اوور ورسوله.

نوین الحق په ۵ توپونو ۱۳ ناسوځېدلې منډې وکړې.

 

لوبه څنکه تر سوپر اوور ولاړه؟

د ګیانا لوبډلې لپاره چندرپال هیمراج ۶ منډې وکړې، محمدحفیظ په ۳ توپونو ۱۶ منډې وکړې، اوډین سمېت په صفر وسوځېد، شېمرن هېټمېر په ۲۹ توپونو ۲۷ منډې وکړې، شعیب ملک په ۱۷ توپونو ۱۴ منډې، نیکولاس پوران په ۱۵ توپونو ۲۷ منډې، برېنډن کېنګ په ۷ توپونو لس منډې وکړې.

روماریو شېفرډ په مناسب وخت کې په ۹ توپونو ۱۸ منډې وکړې، چې دوه شپږیزې او یوه څلوریزه پکې شامله وه.

شېفرډ او نوین الحق په داسې وخت کې په اوومه او اتمه وېکټ په کریز کې ولاړ وو، چې په ۱۲ توپونو ۲۲ منډې پاتې وې.

نوین الحق په لومړي توپ اېسورو اوډانا ته شپږیزه ورکړه او په دویم توپ یې یوه منډه جوړه کړه.

په لس توپونو ۱۵ منډې پاتې وې، چې شېفرډ د اېسورو اوډانا دوه توپونه مِس کړل او په وروستي توپ یې هسکه شپږیزه ووهله.

داسې وخت راغی، چې په ۶ توپونو ۸ منډې پاتې وې.

شېفرډ د اکیل حُسین یو توپ مِس کړ او په بل توپ بولډ اوټ شو، عمران طاهر په درېیم توپ یوه منډه وکړه، نوین الحق په یو حساس وخت کې په څلورم توپ ریورس سویپ څلوریزه ووهله او لوبه یې دومره راجوړه کړه، چې په دوه توپونو ۳ منډې پاتې شوې، په پنځم توپ یې هم یوه منډه وکړه، په سټرایک عمران طاهر شو او په یو توپ دوه منډې پاتې وې.

دا مهال طاهر توپ د کور پر لور وواهه، خو ډګر ساتونکي له یوې منډې جوړولو وروسته بال وېکټ ساتونکي ته وغورځاوه او عمران طاهر رن اوټ شو، لوبه سوپر اوور ته ولاړه.

 

د سوپر اوور دوه اورونه او په زړه پورې توپ اچونه

د نوین الحق دې لخوا توپوهنې ته، نیکولاس پوران او هیټمېر راغلل، پوران په ۲ توپونو ۲ منډې وکړې، ورپسې هېټمېر هم یوه څلوریزه ووهله او بیا هېټمېر هم په پنځم توپ د سونېل نرېن لخوا وسوځېد.

دا چې په سوپر اوور کې یوازې درې لوبغاړي توپوهنه کولای شي، نو دوه یې ترې وسوځېدل او ټارګېټ اووه منډې شو.

نرېن ډېره خطرناکه توپ اچونه وکړه، ځکه په سوپر اوور کې یې لوبغاړي تر شپږو منډو محدود کړل.

د نرېن توپ اچونې ته د ویسټ انډیز چټک توپ اچوونکي روماریو شېفرډ ښه ځواب ورکړ، کېرن پولارډ یې په لومړي توپ کېچ اوټ کړ.

ورپسې یې په پنځه توپونو یواځې څلور منډې ورکړې او لوبه یې په دوه منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم روماریو شېفرډ ترلاسه کړه.