د افغانستان د موتای ملي لوبډلي د ازبکستان په نړیوالو سیالیو کي ۳ د سرو زرو، ۱ د سپينو زرو او ۱ بیا د برنزو مډال وګاټه.
جواد کریمي په ۶۳.۵ کیلو ګرام وزن کي په درو سیالیو کي دوو ازبکستاني او یوه تاجکستاني سیال ته په ماتي ورکولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
امین الله کریمي په ۵۷ کیلو ګرام وزن کي یوه لوبه استراحت وکړ، خو په پاته دوو لوبو کي ئې بیا ازبکستاني او تاجکستاني سیال ته په ماتي ورکولو سره د سرو زرو مډال ورکړل سو.
سلیم مبارز په ۵۷ کیلو ګرام وزن کي دوو ازبکستاني سیالانو ته په ماتي ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
ابراهیم هزاره په ۶۷ کیلو ګرام وزن کي ازبکستاني او قزاقستاني سیالانو ته په دوو بریاوو او بل ازبکستاني سیال ته ئې په یوې ماتي خوړلو سره د سپينو زرو مډال وګټی.
او محمد خاتمي بیا په ۷۱ کیلو ګرام وزن کي د برنزو مډال ترلاسه کړ.
د ازبکستان موتای نړیوالي لوبي د یاد هیواد په تاشکندر ښار کي د ۵ ورځو لپاره ترسره سوې، چي د افغانستان په ګډون د ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان هیوادونو څخه لوبغاړو پکښي ګډون کړی وو.
په دې سیالیو کي د افغانستان ۵ لوبغاړو، دوو لوبڅارانو، یوه د ټيم روزونکي او یوه بیا د ټیم مسئول ګډون کړی وو.