د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ليکنه: مدثر دعوت
د روان کال هندوستان پريمر ليګ دويم پړاو لوبي نن پيليږي.
د جدول د سر دوې قوي لوبډلي ممبی انډيانز او چينای سوپر کينګز په لومړي پلي اپ کي د پايلوبي لپاره يوځل بيا زور ازمايي.
که هري لوبډلي نن شپه لوبه وګټله پايلوبي ته به ځي او بايلونکې لوبډله به د سبانۍ لوبډلي د ګټونکي سره لوبه کوي.
د نن لوبه مازديګر ۶:۳۰ بجې ده
FB IMG 1556851017999 د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟
ممبی انډينز لوبډلي چي د تيرو پړاوونو په څير د لوبو پيل په بايللو سره وکړ خو د ليګ په وروستيو شيبو کي يې ځان بيرته د څلور غوره لوبډلو سره يوځای کړ.
ممبی په وروستۍ لوبه کي کلکتې ته ماته ورکړه او د جدول سر ته يې ځان ورسوی.
د دواړو لوبډلو مقايسه:
CSK v MI د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟
سږکال ممبی او چينای ۲ ځلي سره مخ سوي دواړه ځلي ممبی بريا خپله کړې او ممبی يوازنۍ لوبډله ده چي چينای ته يې د چينای په لوبغالي کي ماته ورکړې.
ممبی او چينای ۲۶ ځلي سره مخ سوي، ۱۵ لوبي ممبی ګټلي او ۱۱ لوبي چينای ګټلي.
ممبی په تيرو ۵ لوبو کي ۳ ګټلي او چينای په تيرو ۵ لوبو کي ۲ ګټلي.
ډواين براوو د ممبی په وړاندي په ۱۷ لوبو کي ۲۸ وکيټي اخيستي،تر اوسه د چينای کوم بل توپ اچوونکي د ممبی لوبډلي په دومره شمير لوبغاړي ندي سوځولي.
images 27 د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟
لاسيت ملينګا د چينای په وړاندي په ۱۹ لوبو کي ۳۰ وکيټي اخيستي، تر اوسه د ممبی نورو توپ اچوونکو د چينای په دومره شمير لوبغاړي ندي سوځولي.
سریش رينا د ممبی په وړاندي په ۳۰ لوبو کي ۸۰۵ منډي کړي چي تر اوسه بل کوم توپوهونکی د ممبی په وړاندي په ۷۰۰منډو کولو هم ندی توانيدلی.
chennai super kings faf du plesis with team mates celebrates the wicket of manvender bisla 14297655261874 د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟
روهیت شرما ۱۸ منډو ته اړتيا لري چي ۴۰۰۰ منډي پوره کړي تر اوسه د ممبی بل کوم توپوهونکی يې په کولو ندی توانيدلی.
پر توپوهونکو تمرکز:
پدې لوبه کي به هڅه کيږي ترڅو د ممبی توپ اچوونکي په اوپنينګ کي فاف ډوپلسيس وسوځوي ځکه ډوپلسيس تير کال په همدې کواليفاير لوبه کي د حيدر اباد څخه لوبه وګټله،او د چینای توپ اچوونکي به هڅه کوي تر څو ژر روهيت شرما وسوځوي.
images 29 د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟
مهندرا سينګ ډهوني سږکال د چينای په لوبغالي کي ۳۶۸ منډي کړي چي په تير ۱۰ کلونو کي په دومره منډو کولو نه وو توانيدلی.
د ويشتن ځای ريپورټ:
cricket pitch 4 د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟
د چينای لوبغالی معمولاً د ډيرو منډو کولو لپاره سخت دی.
نن به هم منډي کول ورباندي اسانه نه وي او دا به ډيره جالبه نه وي چي ډير تمرکز پر سپينرانو وسي،ځکه دا ويشتن ځای د سپينرانو لپاره د وکيټو اخيستلو او لږ منډو ورکولو کي مرسته کوي.
که د چينای په لوبغالي کي ۱۶۰ منډي هدف وټاکل سي سياله لوبډله يې په پوره کولو کي ۸۰% ناکاميږي.
د ممبی د نن احتمالي سکواډ:
images 31 د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟
روهيت شرما، قوينټن ډیکوک، ايوين لوویس،سرياکمار ياداو، کرونال پانډيا، هارديک پانډيا، کیرن پولارد، راهول چاهار،لاسیت ملينګا، جسپريټ بومرا.
د چينای د نن احتمالي سکواډ:
images 32 د ممبی او چينای لوبډلو پرتله: نن شپه کومه لوبډله پايلوبي ته ځي؟
فاف ډوپلسيس، شېن واټسن،ډهوني، سريش راينا، امباټي رايدو، ډروي شوري، ډواين براوو،رويندرا جديجا، هربجن سينګ، ډيپک چاهار ،عمران طاهر.