
ليکنه: مدثر دعوت
د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سياليو کي تیره شپه کينټ او سمرسيټ لوبډلي سره مخ سولې.
د لوبي پچه کينټ لوبډلي وګټله او د توپوهني پریکړه يې وکړله.
که څه هم د کينټ لوبډلي دواړه پيلوونکي لوبغاړي ژر وسوځيدله خو وروسته لوبه بيرته کنټرول سوله.
د کينټ لپاره روبینسن په ۴۹ توپونو ۵۳ منډي وکړې ۶ څلوريزي يې ووهلې.
خو ورسره محمد نبي هم طوفاني توپوهنه وکړه.
محمدنبي په ۲۰ توپونو ۳۴ منډي وکړې، يوه څلوريزه او ۴ شپږيزي يې ووهلې.
د سمرسيټ لپاره بيا وينډر مروي ۳، ويلر او ټايلر دوې دوې او لامنبي يوه ويکټه ترلاسه کړه.
کينټ وکولای سوله چي په ۹ ويکټو سره ۱۶۶ منډي هدف وټاکي .
سمرسيټ هم د توپوهني پيل ښه ونکړ.
بنټن ۲۸ او بابر اعظم ۷ منډي وکړې.
همدارنګه ورپسې ډيري ۲۰ منډي ټریګو وکړې،او اوورټن بيا ۱۹ منډي وکړې.
سمرسميټ لوبډله د ۱۸.۳ اوورونو په لړ کي په ۱۲۴ منډو کي ټوله وسوځيدله.
د کينټ لوبډلي لپاره عمران قيوم ۵ ويکټي ترلاسه کړې،ميلن او ويلجون بيا دوې دوې ويکټي ترلاسه کړې،خومحمدنبي په ۴ اوورونو کي ۲۹ منډي ورکړې او په ويکټه اخيستلو بريالی نسو.
کينټ لوبډلي د ۴۱ منډو په توپیر سمرسيټ ته ماته ورکړه.
د لوبي غوره لوبغاړی عمران قيوم اعلان سو.