هغه افغان اتلان چي د افغانستان لپاره يې په ټیسټ لوبه کي لومړنۍ منډه، څلوريزه او شپږیزه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره په لومړۍ ټیسټ لوبه کي جاوید احمدي لومړۍ منډه، شهزاد محمدي لومړۍ څلوریزه او مجیب الرحمن ځدران بیا لومړۍ شپږیزه وهلې.
د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د جاوید احمدي، شهزاد محمدي او مجیب ځدران د ریکارډ ستاینه کړې.
بورډ د دې درو اتلانو په اړه لیکلي:
‹‹هغه افغان اتلان چې د افغانستان لپاره يې په ټېسټ لوبه کې لومړنۍ منډه، څلوريزه او شپږیزه ترلاسه کړې دي.
#ترټولولومړی.››
افغان کرکیټ ملي لوبډلي تر بشپړ غړیتوب وروسته خپله لومړنۍ نړیواله ټیسټ لوبه په ۲۰۱۸م کال کي د جون له ۱۴مي تر ۱۸مي د هندوستان کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه.
هغه لوبه افغانستان ـ هند ته د ۲۶۲ منډو په توپیر وبایلله.
یاده لوبه کي لومړی هند توپوهنه وکړه، چي په لومړۍ پاڼۍ کي یې د ۱۰۴،۵ آورونو په لوبولو سره ۴۷۴ منډي جوړي کړې.
خو افغان کرکیټ ملي لوبډلي په لومړۍ پاڼۍ کي ۱۰۹ او په دوهمه پاڼۍ کي یې بیا ۱۰۳ منډي جوړي کړې، چي په دې سره یې له هندوستان څخه په ۲۶۲ منډو توپیر ماته خوړلې وه.
په هغه لوبه کي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره جاوید احمدي لومړۍ منډه، شهزاد محمدي لومړۍ څلوریزه او مجیب الرحمن ځدران بیا لومړۍ شپږیزه وهلې.
افغان کرکیټ ملي لوبډلي تر هنده راورسته درې نوري نړیوالي ټیسټ لوبي هم د بنګله دېش، ویسټ انډیز او ایرلینډ هیوادونو سره ترسره کړې.
بنګله دېش او ایرلینډ ته افغانستان ماته ورکړه، خو د هند په څېر یې بیا د ویسټ انډیز څخه ماته ومنله.
افغانستان د ټیسټ سیالیو په نړیواله درجه بندي کي نهم مقام لري.