
ليکنه: مدثر دعوتْ
د انګلستان په ليګ کي تيره شپه ميډلیکس او سوري لوبډلي سره مخ سولې.
د لوبي پچه ميډليکس لوبډلي وګټله او د توپ وهني پريکړه يې وکړله.
د مجيب الرحمن ميډليکس لوبډلي په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۱۰ منډي هدف وټاکی.
ايسکينزي ۴، لوبډلمشر ډيويډملان ۱۱۷ او سکاټ ۳۵ منډي وکړلې.
د سوري لوبډلي لپاره ټام کرن ۲ او عمران طاهر يوه ويکټه ترلاسه کړه.
د ۲۱۰ منډو هدف په تعقب د سوري لوبډلي پيلوونکو لوبغاړو ښه پيل ونه کړ.
جاکس يوه او فينچ ۹ منډي وکړلې.
وروسته سټونمین ۲۹، پوپي ۴۷ او ټام کرن ۳۱ منډي وکړلې،خو هدف ته يې ځان ونه رسوی.
د ميډليکس لوبډلي لپاره مجيب الرحمن په ۴ اوورونو کي ۲۷ منډي ورکړې او يوه ويکټه يې ترلاسه کړه، همدارنګه حيلم او سوټر دوه دوه لوبغاړي وسوځوله او رولانډ جونز بيا ۴ ويکټي ترلاسه کړې.
ميډيليکس لوبډلي وکولای سوله چي د ۳۷ منډو په توپير سوري لوبډلي ته ماته ورکړي.
د ميډلیکس لوبډلي لوبډلمشر ډيويډملان په ۷ شپږيزو او ۱۱ څلوريزو وهلو سره چي ۱۱۷ منډي يې وکړلې د لوبي غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
تر دې مهاله ميډلیکس لوبډله په ويټلاټي بلاسټ سياليو کي ۲ لوبي کړي او دواړي يې ګټلي د خپل ګروپ د جدول په سر کي ځای لري خو سوري لوبډلي خپلي دواړي لوبي بايللي او د جدول په پای کي ځای لري.