د ماليزيا هېواد وپېژنئ؛ ژبه، دین او هوا یې؛ انګلیسي په کې ولې مروجه ژبه ده؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: محمد عزيز پردېس
ماليزيا په سهيل ختيځې اسيا کې پروت هغه سياحتي هېواد دی چې د ډېری ګرځندويانو پام يې ځان ته اړولی دی. داسې هېواد چې فرهنګ يې ورځ تربلې پرمختګ کوي او د زړه راښکونکې هوا درلودونکی دی.
پلازمېنه: کولالامپور

اداري واحدونه: ۱۳
د ماليزيا اوسېدونکي: (٪۶۰) مالايي، (٪۲۷) چيني، (٪۱۲) هندي او (٪۱) نور وګړي.
رسمي دين: اسلام

د ماليزيا هېواد رسمي کرنسۍ: رینگیټ (Ringgit)
مشهور ښارونه: کولالامپور، سوبانګ جايا، پورټ کلنګ، جوهور بهرو.
د هېواد د ادارې ډول: فډرال
د خپلواکۍ نېټه: د اګسټ ديارلسمه، ۱۹۵۷
د وګړو شمېر: په ۲۰۰۸ کال کې ( ۲۵۲۷۴۱۳۳ )
د ماليزيا بيرغ يا ملي جنډه:

د ماليزيا ملي جنډه

د ماليزيا هېواد هوا
د استوا کرښې او د مختلفو سيندونو سره نږدې والی، د دې لامل شوی چې ماليزيا دې ګرمه، مرطوبه او باراني هوا ولري. د ټول کال په اوږدو کې په ټوله ماليزيا کې د هوا ټېمپرېچر د ۲۱ څخه نيولې تر ۳۲ درجو سانټي ګرادو دی.

د ماليزيا د خلکو نژاد

ماليزيا څو مليتي هېواد دی چې پکې د مختلفو نژادونو او مليتونو وګړي، په مختلفو فرهنګونو او ژبو اوسېږي.
ماليزيا د سهيل ختيځې اسيا د اوبو اصلي لاره بلل کېږي او همدا اساسي موقعیت د دې لامل شوی چې ماليزيا ته دې د اسيا له مختلفو سيمو څخه د ډول ډول نژاد درلودونکي خلک راشي او مېشت دې شي.
د ماليزيا د خلکو ژبه
د ماليزیا هېواد رسمي ژبه ملايو melayu يا هم باهاماليزيا Malaysia bahasa ده چې د ماليزيا په ټول ښوونيز سيستم کې همدا ژبه کارول کېږي. خو د انګيسي ژبه هم په ماليزيا کې رواج ده، ځکه؛ ماليزيا يوڅه موده د انګليسانو تر ولکې لاندې هم پاتې شوې ده.

هېره دې نه وي چې په ماليزيا کې د ماليزيايي او انګليسي ژبو ترڅنګ يو شمېر نورې مختلطې ژبې هم