د ماشوم د جنسي ځورونې په اړه د افغان اروا پوه سره مرکه.

رنګین تجريدي ډیزاین

صديقه پوپلزۍ
د ماشوم جنسي ځورونه هغه لویه افغانۍ او نړیواله ربړه ده، چې په پټ ډول د ډېرو نجوڼو او هلکانو اروایي حالت ټوکي او شخصیت ته یې لوی زیان اړوي، د ارواپوهانو په باور دا ستونزه او له ډېرو پخوا وختونو د انسانانو په لاشعور کې پاتې ده، په دې اړوند په افغاني او نړیوالو رسنیو کې وخت ناوخت زړه بوږنونکي راپورونه خپریږي چې په همدې اړوند مو نن له افغان ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره د موضوع اړوند مرکه کړې خدای دې وکړي چې مرکه تر پایه راسره تعقیب او خپل اولادونه وژغورئ.
پوپلزۍ: استاد د ماشوم جنسي ځورونه څه ده؟
استاد عظیمي: د ماشوم جنسي ځورول د ځینو لویانو له لوري له نابالغه ماشومانو سره سرسري یا ژورې جنسي اړیکې نیول دي چې نن سبا یې پېښې ډېرې زیاتې شوي او د ماشوم په کړو، روان او جسم بده اغېز وکړي او په لنډو کې که ووایم نو هر هغه جنسي او جسمي عمل چې د ماشوم له خوښې پرته ترسره کېږي جنسي تېری دی.
پوپلزۍ: څنګه پوه شو چې ماشوم له جنسي اړخه ځورول شوی؟
استاد عظیمي: هغه ماشومان چې له جنسي اړخه ځورول شوي وي ځینې څرګندې نښې لري: وېره لري، بدخوبونه ویني، اندېښنه کوي، کرکه ورته پيدا کیږي، بدبینه کیږي، په ځان باور یې کمیږي، ګوښه توب کوي، خوا یې شنه وي، په ژوره توګه خپه وي، ناکراره وي، وېره لري، سټرسونه ورته پيدا کیږي چې په ټوله کې د یوې ژورې کیسې لکه جنسي تېری کیسه کوي.
پوپلزۍ: څنګه یې لاملونه ومومو؟
استاد عظیمي: دا چې ډېرځله د نیږدې خپلوانو، نوکرانو او ماشوم ته د نیږدې کسانو له لوري هغه له جنسي اړخه ځورول کیږي نو ماشوم باید په نامستقیم ډول وڅارو تر څو وپوهېږو، چې څوک او څه ډول ماشوم ځوروي د ماشوم د اړیکو مدیریت له هغه نه په دې اړوند نامستقیمې پوښتنې او هغه ته غوږ نیول هم د لاملونو په پیدا کولو کې خورا مرسته کوي، له ماشوم سره باید اړیکه او د زړه خواله ډېره کړو چې اعتماد را باندې و کړي او کیسه راته وکړي تر څو یې مخنیوی وشي.
پوپلزۍ: استاد که مخنیوی یې ونه کړو څه به وشي؟
استاد عظیمي: د جنسي ځورونو اوږدمهاله ناوړه پایلې ډېرې خطرناکه او له ناخوالو ډکې دي چې یو څو یې غواړم تاسو سره شریکې کړم:
یاد کس په خلکو باور له لاسه ورکوي او په راتلونکې کې هم ډاډه نه وي، د مرګ او ځان وژنې په اړوند فکر کوي، له ځان او خپلو غړو کرکه کوي او فکر کوي، چې د بدن غړي یې پرې شوي، په نښو کې مې هم وویل چې بدبینه کیږي نو دا یې یو پایله هم کیدی شي، خپلو جنسي غړو ته زیان رسوي ما څو کاله مخکې یوه نجلۍ مراجع لرله د پلار له لوري جنسي ځورول شوي وه او دې د قلم په وسیله خپل بکارت له منځه وړی وو، د ټولنې ضد کړنو ته مخه کوي په لنډ او اوږ مهال کې، ګڼې شخصتي ګډوډۍ پيدا کوي چې دلته یې بحث مناسب نه بولم، ذهني ستونزې پيدا کوي لکه د پرېکړې په برخه کې، د فکر کولو برخه کې او داسې نور، ځان وهل او ځان ځورول هم پيلوي لکه چې ځیني یې پوستکي ته زیان اړوي.
پوپلزۍ: آیا ماشوم له جنسي ځور وروسته په ټولنه کې له وېرې پرته ژوند کولای شي؟
استاد عظیمي: که چېرې ماشوم په داسې کورنۍ کې ژوند کوي چې هلته د جنسي مسایلو په اړوند هر ډول ویل تابو وي نو ماشوم به تل په یوه نا ارامه فضا کې ژوند کوي په هېڅ چا به باور نشي کولی تل به ستونزمن او ناروغ وي او دا اروایي ستونزې به یې وروسته له بلوغه هم پاتې شي خو که د ماشوم اروایي درملنه وشي او خبرې ورسره وشي نو دا به له ماشوم سره مرسته وکړي ترڅو خپل ځوروونکي احساسات هېر کړي او له ستونزې په سالم ډول راووځي.
پوپلزۍ: څنګه له ماشوم څخه د ستونزې تل او حقیقت ته ورسیږو؟
استاد عظیمي: دا چاره باید په مسلکي او علمي ډول او په احتیاط ترسره شي، له ماشوم څخه په هر حال حقیقت ویل کیږي او خپله ریښتیا هم آخر ځان ښکاره کوي نو پر دې بنسټ ویلی شو چې که چېرې ماشوم سره خبرې وکړو خبرې به وکړي او په دې سره به موږ پوه شو چې ماشوم تر جنسي ځور لاندې دی یا جنسي تېری پرې شوی، همدارنګه ماشوم له نامستقیمو لارو وپوښتو تر څو پوه شو چې داسې یوه کړنه ورسره شوې او یایې تر خطر لاندې دی.
پوپلزۍ: آیا ماشوم ته په لومړیو کې جنسي روزنه اړینه ده؟
استاد عظیمي: په ماشومتوب کې د ماشوم جنسي روزنه ډېره اړینه ده ځکه د دې لامل کیږي چې ماشوم له جنسي ځورونو څخه وژغورل شي یا تر یوې کچې ځان ترې وساتي په دې برخه کې لومړی ګام دا دی چې ماشوم ته د هغه د بدن غړي ور وپېژندل شي پر دې لړ کې باید ماشوم ته وښودل شي چې د بدن ځیني غړي یې خصوصي دي او یوازې په ده پورې اړه لري نو نور کسان یې باید لمس نه کړي که چا لمس کړل نو د کورنۍ غړو ته دې ووایي هر کله چې ماشوم تر داسې ستونزې لاندې راځي هغه ګرم نه دی او د کورنۍ غړي یې باید په خبره باور وکړي، ماشوم ته ووایاست که چا درته وویل چې دا خبره دې زما او ستا تر مینځ راز وي ویې نه منې ځکه زموږ په کور کې هېڅ ډول راز نشته او باید هم نه وي.
پوپلزۍ: څو سلنه ماشومان به تر جنسي ځور لاندې وي؟
استاد عظیمي: تر دې دمه دا نده په ډاګه شوې ځکه د جنسي ځور ډېری پېښې پټې پاتې کیږي، خو ویلی شو چې ډېر شمېر ماشومان تر داسې جنسي ځورونو لاندې راځي او باید مخه یې ونیول شي او پټ پاتې نه شي، ځکه چې ډېرېږي او تیري کونکي د خپل کار لپاره دلیل پيدا کوي.
پوپلزۍ: جنسي ځورونه په نجونو کې ډېره ده که په هلکانو کې؟
استاد عظیمي: د نارینه وو جنسي لېوالتیاوو او په نارینه وو کې د ټولنې ضد ځانګړنو ته په کتو سره ویلی شو چې نجونې ډېرځله تر جنسي ځورونو لاندې راځي څېړنو ښودلې چې امریکا کې د هغو ماشومانو له ډلې چې له جنسي اړخه ځورول شوي ۷۰% یې ماشومانې او ۳۰ سلنه یې ماشومان دي دا څېړنې کیدی شي په نورو ټولنو کې توپیر وکړي، خو په یو واقعیت کې هېڅ توپیر نشي راوړلی او هغه دا ده چې دا یو حقیقت دی، چې دا ستونزه شته او باید ومنل شي او له منځه لاړه شي.
پوپلزۍ: وروسته له جنسي ځورونې له ماشوم سره څه وکړو؟
استاد عظیمي: دا خبره ډېره مهمه ده او باید ووایم چې په ماشوم باید باور وشي، باور باید احساس کړي او داسې وچ پرې تحمیل نشي او داسې ورته ونه وویل شی چې ته هم بیا خبرې کوي څه کارون دې ونه کړل ځکه ماشوم ګرم ندی نو باید خبرې ورسره وشي، خپل احساسات باید تش کړي، د ګناه د حس په برخه کې باید مرسته ورسره وشي او ترې خلاص کړای شي، ملامت او سپک باید نشي، په ریښتیا باید مینه ورسره وشي، له نورو ماشومانو سره یې اړیکې ښې کړای شي، د بیا ځلي تکرار مخیوی یې وشي او ماشوم ته هم ډاډ ورکړلی شي، پام یې باید په بله شي په هر حال باید ارواپوه سره مشوره وشي او خبره ورسره شریکه شي.
پوپلزۍ: څنګه د ماشوم له جنسي ځورونې مخنیوی وکړو؟
استاد عظیمي: په دې برخه کې لاندې لارې چارې مرسته کوي: د ځانګړو او خصوصي غړو په ګډون ماشوم ته د بدن د نورو غړو ورپېژندل، ماشوم سره د هغه د خصوصي حریم په پېژندلو کې مرسته، ماشوم ته د راز او نیاز په اړه ویل، په دې مانا چې که چا ورته وویل چې دا خبره دې زما او ستا تر مینځ راز وي نو دا خبره دې د کورنۍ نورو غړو سره شریکه کړي، ماشوم ته د ښوونځي قوانین ور وښودل شي، که چېرې ماشوم درته وایي تر جنسي ځور لاندې دی مه پرې غوصه کېږئ بلکې په آرامه خو تر یوې کچې جدي ګامونه واخلئ، ماشوم سره مرسته وکړئ چې د خبرو لپاره یو د باور وړ کس پیدا کړي هغه که موروپلار وي ښوونکی یا کوم بل څوک، تر څو په بېېلابېلو ځایونو کې د لمس یا ځور خبر ورکړي. په یاد ولرئ چې ځوروونکی تل د ناوړه وعدو په ورکولو سره ماشوم دې کار ته اړباسي نو ماشوم وپوهوئ چې په هر صورت د خصوصي حریم د لمس پر مهال کورنۍ خبره کړي او دوکې ونه مني، ماشومان وهڅوئ چې د هغو مسایلو په اړوند چې ورته پېښیږي له موروپلار یا نورو سره خبرې وکړي په ځانګړي ډول هغه پېښې چې له وېرې، اضطراب، غم او عذاب سره ملې وي، ماشوم ته اجازه ورکړئ تر څو خپله مینه او محبت وښیي په زوره یې مه لمس کوئ او به زور یې مه ښکلوئ ځکه چې د تسلیمۍ او سر ټیټۍ روحیه اخلي او بیا جنسي تېري ته په اسانه غاړه ږدي، ماشوم وهڅوئ چې پر خپلو احساساتو باور ولري که یې احساس وکړ په ناپېژنده یا ناخوښه شرایطو کې دي وتښتي یا د چاته ووایي یانې چغې ووهي او ځان د خلاص کړي.
پوپلزۍ: استاد یوه نړۍ مننه یاران به ستاسو خبرې په ګوټ ګوټ کې پښتنو ته ورسوي او باور لرم چې لۀ ډېرو سره به مرسته وکړي چې خپل ماشومان او په ټوله کې ټولنه وژغوري.
استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه تل مو هڅه کړې او لا مو هم خدای بریالي لره ټولو همکارانو ته مو لا نورې بریاوې غواړم ژوندي اوسئ.