مستو پر سر ولاړې اوبه د انسان روغتیا لپاره ډېره ګټه لري او د پروټین او ویټامین B يوه ښه سرچینه ده.
د اقتصاد نیوز د راپور پر بنسټ، دا چې د مستو د سر اوبه وڅښل شي او يا لرې وغورځول شي په دې اړه بېلابېلې انګېرنې شته، ځینې داسې ګمان کوي چې د مستو پر سر ولاړې اوبه زیان لري او ځینې بیا پر دې باور دي چې دا اوبه ډېرې ګټې لري.
د پورته کرښو په لوستو به هرومرو دا فکر در لوېدلی وي چې د مستو پر سر له ولاړو اوبو سره څه وکړئ؟
د همدې پوښتنې ځواب په دغه لیکنه کې لوستلی شئ.!
د مستو پر سر اوبه د شیدو پېروی یا پنېر دی او لرې غورځول يې نه دي پکار، ځکه چې دغه اوبه روغتیا ته بې شمېره ګټې لري او د پروټین او B ويټامین غوره سرچينه ده.
کله چې د مستو سر پرانیزئ او وينئ چې د مستو پر سر اوبه ولاړې دي، نو له دوو لارو ګټه اخیستلای شئ.
لومړۍ لاره دا ده چې مستې وښوروئ تر څو مستې او د مستو پر سر ولاړې اوبه او مستې يو له بل سره ګډې شي او دویمه لاره دا ده چې د مستو اوبه په يوې جلا کاسې کې واچوئ او وروسته یې په خپلو خوړو کې وکاروئ.
که تاسې په خپل ورځنۍ ژوند کې ماسته نه استعمالوئ نو له دې وروسته يي د خپلو خوړو یوه اړینه برخه وګرځوئ.
نوې څېړنو ثابته کړې چې د ماستو زیات یا ورځنی استعمال به انسان د شکر له ناروغۍ څخه وژغوروي.
د څېړنو په اساس د ورځې ۲۸ ګرامه ماسته خوړل به د شکر ناروغۍ خطر ۲۰ فیصده کم کړي.
د څېړنو په اساس معلومه شوې ده، هغه کسان چې هر ورځ ماسته استعمالوي په هغوی کې د شکر ناروغي په کمه اندازه لیدل کیږي.
که غواړئ چې له شکر او نورو ناروغیو څخه په امان وئ نو په ورځ کې له ۲۸ ګرامو څخه په زیاته اندازه ماسته استعمال کړئ.