ليکنه: صابرحميدي
د ښځینه وو ترمنځ د رسلینګ دا لوبه د عربستان هیواد په پلازمېنه ریاض کي وړمه شپه ترسره سوه، چي له ځان سره ئې د ډیرو مسلمانانو غبرګونونه درلودل.
دا لوبه د ریاض ښار په ملک فهد لوبغالي کي د امریکايي او کاناډايي ښځینه لوبغاړو ترمنځ ترسره سوه، چي دواړي لوبغاړي میدان ته د نورو لوبو په پرتله په عادي لباس کي میدان ته کښته سوې او لوبه ئې ترسره کړه.
د ناتالیا او لسي ایوانس په نومونو د دې دوو ښځینه رسلینګ لوبغاړو ترمنځ د یادي لوبي په پاي کښي ناتالیا بریا خپله کړه او د عربستان په هیواد کي ئې د ښځینه وو ترمنځ د رسلینګ لومړۍ لوبي بریا خپله کړه.
عربستان کي دې لوبي ګڼ غبرګونونه پر ټولنیزو رسنیو راپارولي او زیاته کړې ده، هغه څه چي په ریاض کی پېښ سول نه خدای ج راضي کوي، نو موږ او حتا نه تاسي.
په عربستان کي د ښځو ترمنځ د رسلینګ دا لوبه په داسي مهال کي ترسره کیږي، چي عربستان ښځو ته د موټر چلولو اجازه هم نه ورکوله، خو څه موده مخکي ئې په یاد هیواد کي ښځو ته اجازه ورکړه چي موټر وچلوي.