ليکنه صابر حميدي
د افغانستان د لامبو وهلو ځوانه ملي لوبډله د یوه تمریناتي کمپ لپاره پرون سې شنبه قطر هیواد ته ولاړه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي په یاد سفر کي درې افغان لوبغاړي او یو روزونکی شامل دئ.
د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټه وايي، چي افغان ځوانان به د یو شمېر نورو آسیايي هیوادونو سره د قطر هیواد په دوحې ښار کي د آب بازۍ تمرینونه ترسره کړي.
د یادي کمېټې په خبره، چي د افغان لامبو وهلو ملي لوبډله به ۱۲ ورځي په قطر هیواد کي تمرینونه وکړي.
تر دې مخکي د افغانستان دې لوبډلي د لس ورځني تمریناتي کمپ لپاره قزاقستان هیواد ته سفر کړی وو او هلته ئې لس ورځي د آب بازۍ په بیلابیلو برخو کي تمرینونه ترسره کړل.
په قطر هیواد کي د افغانستان په ګډون د یو شمېر آسیایي هیوادونو لپاره د تمرینونو دا زمینه د آسیا اُلمپيک شورا له لوري برابره سوې.
د افغانستان د لامبو وهلو فدراسیون مسئولین د آسیا اُلمپيک شورا څخه مننه کوي، چي د یو شمېر آسیایي هیوادونو ترڅنګ ئې افغان لوبغاړو ته هم په قطر هیواد کي د تمرینونو زمینه برابره کړه.