
د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن رسمآ پیلیږي، چې په لمړۍ لوبه کې کوربه د روسیې لوبډله د سعودي عربستان خلاف سیالي ترسره کوي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د ماښام په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو سره پیل کیږي، چې پکې دواړه لوبډلې د الف ګروپ څخه ګډونوالې دي.
د ۲۰۱۸ م کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ورسیې په کوربه توب سره ترسره کیږي، چې پکې ۳۲ لوبډلې ګډونوالې دي.
د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د معلوماتو له مخې، د نړیوال جام دغه سیالۍ به د روسیې په ۱۲ سټیډیومونو کې ترسره شي.
د فیفا د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د سبا ورځې په ۳ لوبو کې به د الف یا A ګروپ څخه مصر د یوروګوايي، B ګروپ څخه موراکو د ایران او پرتګال د هسپانیې سره بخت وازمايي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پړاو نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته به د ۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو جایزه، دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته د ۴۰ میلیونه او هره لوبډله چې په دې جام کې ګډونواله ده، هغې ته به د دوه نیم میلونه امریکايي ډالر جایزه ورکول کیږي.
د فوټبال نړیوال جام دا سیالۍ به د راتلونکې جولايي میاشتې تر ۱۵ مې نېټې پورې به د ۳۲ ورځو لپاره دوام وکړي.