د عمران خان وروستیو څرګندونو ته د حامد کرزي توند غبرګون

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼي.

د حامد کرزي له لورې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د عمران خان دا خبرې چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.

نوموړی د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي.

کرزي همدا راز ویلي، چې پاکستان دې په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې نه کوي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره دې کوښښ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د کارنده مبارزې لپاره یو پياوړی حکومت اړین بللی دی.

نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښ ته په اشارې ویلي چې د دغې ډلې مخنیوي لپاره افغانستان یو پیاوړي حکومت ته اړتیا لري.

عمران خان دغه راز خبرداری ورکړی دی چې که د افغانستان اوسني ناوړه بشري وضعیت مخنیوي لپاره بېړنۍ ګامونه پورته نه ‌شي، په دغه هېواد کې به ګډوډي رامنځته شي چې په خبره یې، د هېچا په ګټه به نه‌ وي.

هغه همدارنګه څرګنده کړې ده، چې افغانستان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او څو پورې چې په دې اړه شرطونه له منځه لاړ نه شي، افغانستان ته به مرستې ونه رسیږي.

نوموړي د نجونو پر زده کړو او د ښځو په کار د طالبانو بندیز د افغانستان کلتوري موضوع بللې ده.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي