يوې روسي روغتياپوهې متخصصې د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره د يوې نوې لارې وړاندیز کړې دی.
د روغتيايي علومو او اندوکرینولوژي متخصصه يوليا مانویلووا له يوه ټلويزيون سره په مصاحبې کې ويلي دي چې د شکر ناروغيو د مخنیوي لپاره یې یوه حل لاره پیدا کړې ده.
دغه متخصصه ټينګار کوي چې:” د شکر د ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاره د بدن طبیعي وزن دی.
څومره چې د بدن وزن لږ وي هغومره په شکر ناروغۍ د اخته کېدو خطر لږ وي.
دغې متخصصې يادونه وکړه چې که چېرې څوک ډېر وزن ولري پر شکر ناروغۍ د اخته کېدو چانس یې ډېر دی او هر انسان باید لږ تر لږه هر کال يو ځل خپله وينه معاينه کړي تر څو د هغه د وينې د ګلوکوز کچه ښکاره شي.
همدارنګه نوموړې د دې په اړه چې څنګه کولای شو متوسط وزن ولرو، ځینې لارښوونې وکړې.
هغې وويل چې د لږ وزن لرلو لپاره باید لږ خواړه وخورو او د ورځې په لړ کې فزيکي کړنې ترسره کړو.
هغې وويل؛ که څوک د ورځې په لړ کې فزيکي فعاليت ولري نو په مناسبه کچه هر ډول خواړه خوړلای شي ځکه فزیکي کړنې د دې لامل کېږي چې خواړه په سمه توګه هضم شي او د انسان وزن ډېر نه شي.
خو د خوړو دا ډول تنظیم باید په دوامداره توګه همداسې وي او د یوې لنډې مودې لپاره باید دا ډول رژیم و نه نیول شي.
وړاندې تر دې د اندوکرینولوژي يوه بل متخصص ويلي وو چې کېدای شي ځینې نښې لکه پر له پسې ادرار، ډېره تنده، دوامداره لوږه، د سترګو کمزوري، د ټپونو ژر نه جوړېدل او غوڅېدل پر شکر ناروغۍ د اخته کېدو نښې وي.
هغې ناروغۍ ته چې له امله یی بدن نه شي کولای په کافي کچه انسولین تولید کړي او يا نه شي کولای چې له تولید شوي انسولین څخه په سمه توګه ګټه واخلي شکر ويل کېږي.
په دغې ناروغۍ کې بدن نه شي کولای چې له وينې څخه قند، سلولونو ته ورسوي. نو له همدې امله د وينې د قند کچه لوړېږي.
ګلوکوز يو ډول قند دی چې په وينه کې پیدا کېږي او د بدن د انرژۍ اصلي سرچینه ده. که د بدن انسولین کم وي او يا بدن و نه شي کولای چې له انسولین څخه ګټه واخلي، قند په وينه کې ټولېږي او بدن ته ډېرې جدي ستونزې رامنځته کوي.