د شپږیزې او ای‌پي‌اېل لوبو ټکر

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

 

د شپږیزې لوبې لس وروسته په کابل کې پیلیږي او ورپسې ۹ ورځې وروسته ای‌پي‌اېل لوبې هم خپل دوام ته داخلېږي؛ نو په وروستیو شپږو ورځو کې د ای‌پي‌اېل او شپږیزې د لوبو ترمنځ ټکر راځي.

د محمدنبي او مجیب الرحمن د نه اخیستلو علت هم د ای‌پي‌اېل لوبو پیلېدل دي.

که حیدراباد لوبډله لږ مخکې لاړه شي، ښایي راشدخان هم په شپږیزه کې ګډون ونه شي کړای.

نو دلته درې واړه افغان لوبغاړي مجبور دي، چې ای‌پي‌اېل کې ولوبېږي.

دلته د لوبو په جالبوالي باندې هم لږ څه اغېز لوېږي، کله چې په مخلتفو هېوادونو کې د کرکټ سیالۍ روانې وي، نو یو مینوال نشي کولای، چې په یو وخټ کې ټولې سیالۍ تعقیب کړي او بله خبره دا ده، چې هر څه ډېر شي نو ګنډېر شي، د لیګونو په زیاتوالي سره خلک له کرکټ څخه زړه موړي کېږي او بیا د لوبو لیدل خوند نه ورکوي.

د سي‌پي‌اېل سیالۍ هم شپږیزې سره په ټکر کې راځي، د ویسټ انډیز سیالۍ د سپټمبر په ۱۵ مه پای ته رسېږي؛ نو د دې سیالیو پنځه ورځې هم شپږیزې سره په ټکر کې راځي.

دا چې درې افغان لوبغاړي سي‌پي‌اېل کې دي، نو نه شي کولای چې د زیاتو پیسو لیګ د شپږیزې لپاره پرېږدي.

کله چې د سي‌پي‌اېل سیالۍ پای ته ورسېږي؛ نو بیا به افغان لوبغاړي شپږیزې ته راستنېږي.

 

د ای‌پي‌اېل د ډیلي لوبډلې په اړه یو خبر دا دی، چې؛ رېشاب پنټ به د ای‌پي‌اېل په پاتې سیالیو کې هم د شیریاس ایر پر ځای لوبډلمشر وي

د ای‌پي‌اېل سیالۍ چې د اپرېل په ۹ مه په هندوستان کې پیل شوې وې، ۳۰ لوبې یې ترسره شوي دي.

کله چې ۳۱ مه لوبه د حیدراباد او ممبيي ترمنځ ترسره کېدله؛ د کورونا وایروس د زیاتوالي له امله لوبې وځنډول شوې.

د هندوستان کرکټ بورډ بیا مټې رابډ وهلي، چې د دې لیګ پاتې ۲۹ لوبې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کړي.

د دې لوبو لپاره سر له اوسه لوبډلو د لوبغاړو په بشپړولو کار پیل کړی دی، ډېری لوبډلو له نوو لوبغاړو سره تړونونه وکړل او هغه لوبغاړي چې پخوا په لوبډلو کې و؛ خو د ناسمې روغتیا له امله نشي کولای لوبو کې ګډون وکړي، ځای یې نور لوبغاړي ډکوي.

د ډیلي کپېټلز لوبډلې اوس بیا اعلان کړی، چې په لی‌پي‌اېل سیالیو کې به د دوی لوبډلمشر اوس هم رېشاب پنټ وي.

د ډیلي لوبډلې اصلي لوبډلمشر شیریاس ایئر دی؛ خو هغه د سیالیو پرمهال ټپي شوی او لا یې هم ټپ په اطمیناني ډول نه دی ښه شوی.

د مې په څلورمه نېټه د ای‌پي‌اېل لوبې ځنډول شوي، نو له نږدې پنځه میاشتیني ځنډ وروسته د سپټمبر په ۱۹ مه یانې نولس ورځې وروسته دا لوبې بیا پیلیږي.

په دې لوبوکې درې افغان لوبغاړي هم شتون لري.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.