د شمالي کوریا ۳ اوسېدونکي د امریکا له لوري د ۱.۳ میلیارډ ډالرو په غلا تورن شول

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د امریکې متحده ایالتونو د شمالي کوریا ۳ اوسېدونکي د ۱.۳ ملیارډ امریکايي ډالرو په غلا او سایبري جرمونو تورن کړي دي.

د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، سي‌اېن‌اېن خبر ورکړی دی چې، د امریکې د متحده ایالتونو څارنوالۍ د شمالي کوریا ۳ اوسېدونکي له بانکونو او د ټولې نړۍ له شرکتونو څخه د ۱.۳ میلیارډ ډالرو په غلا او سایبري جرمونو تورن کړي دي.

سي‌اېن‌اېن ټینګار کوي چې د شمالي کوریا هکرانو د نظامي اطلاعاتو پر مټ له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې خپل عملیات ترسره کړي دي‌.

یاد چینل زیاتوي چې تورن شوي کسانو له پرمختللې ټيکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې پر فلمي سټډيوګانو او پاسورډ لرونکو شتمنیو پر معامله کوونکو سایبري بریدونه کړي دي، چې د ملي امنیت د چارواکو په وینا، شمالي کوریا د سایبري جرمونو په برخه کې ستر ګواښ دی.