ژباړه: محمد عزيز پردېس
ماشومان هم د لویانو په څېر ښايي خجالتي يا شرمندوکه واوسي. د شرمندوکه ماشومانو مهمه نښه دا ده چې نابلده او نا اشنا موقعيتونو کې د نورو سره د چلند پر مهال د اظطراب سره مخامخېږي. کله چې دوی د داسې احساس سره مخ کېږي، نو دې ته لېواله کېږي څو يو کونج د ځان لپاره ومومي او ورته پناه يوسي. له دې څخه نشو منکر کېدلی، ځيني ډېری واړه ماشومان؛ د خپل عمر په مختلفو پړاوونو کې له دې حالت څخه مستثنی نه دي او حتماً به يې دا مرحله تجربه کړې وي. حتا ځيني ځيني د خپل عمر په پورته مرحلو کې هم د خجالتۍ څخه رنځ وړي.
کورنۍ لومړني کسان دي چې کولی شي خپل اولادونه له دې احساس څخه وژغوري، خو که دا حالت ماشومانو ته د هغوی د ماشومتوب په لومړنيو پړاوونو کې رامنځ ته شو، نو بيا ( د ماشومانو لپاره د ځانګړي مشاور نيول ) اړين برېښي.
په دې ليکنه کې به تاسو ته له دې ستونزې څخه د خلاصون لارې چارې بيان شي:
د خجالتي ماشومانو ځانګړې ستونزې
هغه ماشومان چې د شرم او خجالتۍ څخه رنځ وړي، په مختلفو بڼو د خپل ژوندانه د کيفيت د ټيټېدو سره مخ کېږي چې ځيني يې په لاندې ډول دي:
د ټولنيز رشد کمېدل، د ملګرو نه لرل، د ملګرو په پيدا کولو کې د ستونزو سره مخ کېدل، د رقابتي فعاليتونو کمېدل، د يوازيتوب د حس زياتېدل، د خپل ځان څخه د نارضايتۍ د حس زياتېدل، د قضاوت کولو څخه د مخنيوي په موخه د ځانګړو کړنو او فعاليتونو ترسره کول، د ډار او وېرې زياتېدل، د ځينو فيزيولوژيکی نښو پيدا کېدل، لکه: د رنګ سور اوختل، د ژبې بندېدل، د وجود لړزېدل او داسې نور…
البته د ځينو څېړونکو په وينا په داسې ماشومانو کې د پورته ذکرشويو ستونزو ترڅنګ ځينې مثبت فعاليتونه هم ترسترګو کېږي، د بېلګې په ډول، دا ماشومان په جدي ډول ډېر درس وايي او په عمومي توګه په دوی کې بې تربيتي او بدرفتاري نه ليدل کېږي او د نورو خبرو ته په فعاله توګه غوږ نيسي.
د خجالتۍ لاملونه
تر دې دمه چې کومې څېړنې شوې دي، لاندې عوامل يې په ماشومانو کې د خجالتۍ سببونه بيان کړي دي:
ژنتيک: خجالتي هم کولی شي په مستقيم ډول د ژنتيکي او ارثي لارو څخه په ماشومانو کې رامنځ ته شي.
رنځیدونکی شخصيت: ماشومان د نورو ماشومانو پر وړاندې د خجالتېدو پر وړاندې ډېر رنځ وړي.
اکتسابي کړنې: ماشومان د نورو څخه، په ځانګړي ډول له خپلې کورنۍ څخه نوي چلندونه زده کوي. خجالتي کورنۍ هم خجالتي خپلو ماشومانو ته د تقليد له لارې ورزده کوي.
کورنۍ اړيکې: هغه ماشومان چې د خپل پلار او مور سره مناسبې او مثبتې اړيکې نه لري يا هم له هغې ډلې ماشومانو څخه دي چې د والدينو د نه پاملرنې له امله رنځ وړي، د نورو ماشومانو په پرتله ډېر د خجالتۍ سره مخ کېږي.
د ټولنيزو اړيکو کموالی: هغه ماشومان چې په شدد د نورو سره د اړيکو ټينګولو څخه رنځ وړي، نو په راتلونکې کې به د جدي ستونزو سره مخ وي.
له ماتې څخه وېره: هغه ماشومان چې له حده ډېر د کورنۍ له لوري هڅول او ستايل کېږي، نو هغوی هم مجبورېږي چې د خپلې وړتيا څخه پورته ګامونه واخلي، چې ښايي په پايله کې، په ماشوم کې د ماتې څخه د وېرې او ډار سببونه رامنځ ته کړي او په پايله کې د ماشوم د خجالتۍ سبب شي.
غلطه کړنه: که يو ماشوم په يو ټولنيز موقعيت کې يو شرمندوکه يا خجالتي چلند له ځان څخه وړاندې کړي او نور يې د داسې رفتار لپاره ملامت کړي او تر نيوکو لاندې يې ونيسي؛ نو دا مسئله د دې سبب ګرځې چې ماشوم خپل ځان د دې ستونزو اصلي علت وګڼي او د نورو روحي ستونزو ترڅنګ په راتلونکې کې هم د ماشوم د خجالتۍ سبب شي. همدارنګه دا کړنه سبب ګرځي چې ماشوم د وخت په تېرېدو سره په خپل نفس بې اعتماده شي.
د کورنۍ مناسب چلند او غبرګون
کورنۍ کولی شي چې په خپلو ماشومانو اغېز ولري. دا د پلار او مور دنده او مسئوليت دی چې بايد په خپل ماشوم باندې د خجالتۍ د ټاپو وهلو څخه مخنيوی وکړي. که اولاد مو خجالتي وي، نو هېڅکله يې مه ملامتوئ، د دې پرځای يې ملاتړ وکړئ او هڅه وکړئ چې ورسره د زړه راز او همدردي وکړئ. تاسو بايد د پلار او مور په صفت خپل اولاد دې ته راضي کړئ چې د خپلو وېرې او خجالتۍ دلايل تاسو ته ووايي.
ترټولو ښه حل لاره يې دا ده چې والدين بايد خپلو ماشومانو ته ووايي چې دوی خپله یو وخت دې ستونزې سره مخ وه او په دې برخې کې ورسره هغه خپلې تجربې شريکې کړي، کله چې ماشومان په دې پوه شول چې له دوی څخه پرته نور کسانو هم دا ستونزه لرله او يا لري يې، نو په ورين تندي د خپلې کورنۍ او ملګرو سره په دې برخه کې خبرو ته حاضرېږي.
که والدين له ډېرو هڅو څخه وروسته بيا هم په دې ونه توانېدل چې خپل ماشومان له دې ستونزې څخه وژغوري، نو بيا دې ماشوم پوهانو او ارواه پوهانو سره په اړيکې کې شي، لرې نه ده چې د هغوی د مشورو او لارښوونو په پلي کولو به خپل ماشومان له دې کرغېړنې ستونزې څخه وژغوري.
سرچينه: YOUC.IR