د شتمن کیدو لپاره د اوبو څښلو او نیوکې زغملو په شمول دا ۲۰ ټکي عملي کړئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه: نور احمد فضلي
شتمن کېدل په ژوند کې د هر انسان هیله او ارزو ده. که غواړئ شتمن شئ کافي دي چې پر لاندې ۲۰ اصلي او طلايي ټکیو وپوهېږئ. په نن عصري وخت کې، افراد له پخوا نه زیات ددې موضوع سره اړخ لګوي چې څنګه له نوښتګرو لارو نه په ګټي اخیستني سره د مالي نظره بریالیتوب ته ورسیږي او خپل ژوند چې څنګه غواړي هماغسي تغییر کړي.
په دې مطلب کې مو درته داسې ۲۰ نقطې ذکر کړي دي چې بریاليو کسانو ور نه ګټه اخیستې ده، په دې هیله چې وکولای شو په نزدې راتلونکی کې خپلو مطلوبو مالي موخو ته ورسېږو:
۱- د شتمن کېدو له پاره د وخت د قید و شرط مه بهانې مه کوئ
که ستاسې ټول هغه څه چې ترسره کوی یې – دا دي چې په هر ساعت کې پر حاصلوونکي څو پیسو تمرکز وکړئ، د ټولو عمر له پاره به پښېمان یاست. راسئ د ټیم فریس (Tim Ferris) هغه پند او درس وازمایو چې نوموړي کار ور نه اخیستی دی؛” په اونۍ کې ۴ ساعتونه “ خپل ځان ته ځانګړي کړئ او د ځان سره فکر وکړئ چې په کوم کار سره کولای شئ په یاده موده کې غوره لاسته راوړني ولرئ. یاني تشویق شئ ددې پر ځای چې پر اوږدمهالي کار باندي فکر وکړئ، داسې کار وکړئ چې عاقلانه او هوښیارانه وي.
۲- د شتمن کېدو په موخه ځان ستاینه او تشویق مه هېروئ
که رښتیا وغواړئ، تر هغو چې خبره و نه وکړئ او کوم کار چې ستاسې په وس پوره وي، نه شئ کولای چې پېرودونکي پر ځان را جذب کړئ. ممکن کله په دې اړه ستاسې ږغېده ستونزمن وي، خو که وغواړئ کنه، دا ستاسې د کار او کسب له مهمو برخو نه یوه ده. د ځان د ترویج په موخه له ټولنیزو شبکو، ځايي تبلیغاتو او بازارموندني له نورو روشونو نه ګټه او مرسته واخلئ. راځئ شرم اړخ ته کړئ او د زړه له اخلاصه د خپل کسب او کار د پرمختګ له پاره هڅه وکړئ.
۳- شتمني او د شتمن ظاهر یو له بل سره مه ګډوئ
رښتیا دا دي چې مالي موخو ته د رسېدا له پاره باید اضافي لګښتونه کم کړئ. اندېښمن کېږئ مه، داسې نه وایم چې تاسې دي د هندي راهبانو د ژوند ډول غوره کړئ، خو باید هر وخت مو د جېب سره سلا وکړئ! بیا داسې مه کوئ چې هره ورځ معدني اوبه څښئ، په خوړنځایونو کې خوراکونه کوئ، په سوپرمارکېټونو کې سوداوي کوي او د زیات مصرف ورزش کوئ چې دا ټول ستاسې د مالي سلامت له پاره یو بالقوه خطر دی! په سملاستي توګه دا موارد له خپل ورځني نوملړ نه لېري کړئ.
۴- د شتمن کېدو په موخه مو د ورځنیو کارونو نوملړ تنظیم کړئ
یا خواري وکاږئ یا زده کړه وکړئ! کله چې کار نه کوئ، وخت یې زده کړي ته ورکړئ او چې کولای شئ زده وکړئ – مهمه نه ده چې دا زده کړه اوس ستاسې یا ستاسې د کسب او کار له پاره په درد خوري کنه. د کار د آسانۍ له پاره کولای شئ د ږغیږو کتابونو او تخصصي پادکستونو نه د موټرچلوني، کور مینځلو او ژوند له پاره کې ګټه واخلئ. په لومړیو څو ورځو کې به دا کار سخت وي، خو کله چې وخت تېریږي تاسې ورسره روږدي کېږئ بیا به ور نه خوند اخلئ. دا هغه کار دی چې په مراتبو د ټلوېزیون له کتلو او یا احساساتي ډرامې له پاره وخت ځانګړي کولو نه بهتره دی.
۵- له خپل هوښ او نوښت نه پیسې په لاس راوړئ
دماغ وکاروئ. که په فرد پورې تړلې وړتیا لرئ ډاډه اوسئ کولای شئ چې په هماغه سره د ځان له پاره یو کسب او کار په کار واچوئ او وړتیاوي مو پر خلکو وپلورئ په دې سره بریالیتوب ته ورسېږئ. مهمه نه ده چې د رسنیو رپورټر اوسئ یا یو تکړه نقاش او یا حتا یو ښه او ماهره عکاس چې د یوه هنري اثر د ثبت سره له هره اړخه آشنا دوي، تاسې” کولای شئ “ او” باید “ کار ته لاس واچوئ او یو کار که هرڅومره یې عاید کم هم وي- را پیل کړئ. کوښښ وکړئ د خپل میل، علاقې او وړتیاوو له لارې پیسې وګټئ.
۶- د شتمن کېدو له پاره د یوه لارښود مرسته وغواړئ
بریالیتوب ته د رسېدو په لاره کې له مهمو کارونو نه یو هم ستاسې په کاري سیمه کې د بریالیو کسانو پېژندل دي. له دوی نه زده کړه وکړئ. شرم او عار اړخ ته کړئ او د دغو کسانو سره وپېژنئ، له دوی وپوښتئ. مهمه نه ده چې له کومي لاري؛ برېښنالیک، لیک، مسیج یا حتا تلفوني اړیکي. له دوی نه وغواړئ چې ستاسې سره ستاسې د ستونزو په لېري کولو کې مرسته وکړي او د دوی له کلي سپارښتنو، لارښوونو او نصیحتونو نه د یوه بریالي او باتجربه ښوونکي په توګه ګټه واخلئ. د دوی له تجربو نه یې زده کړئ.
۷- د شتمن کېدو له پاره اوبه وڅښئ
له آسانو لارو او طریقو نه د ژوند بنسټیزي اړتیاوي رفع کول کولای شي تاسې شتمن کړي. که قهوه، ګاز لرونکي څښاکونه او نور د ډېر لګښت څښاک رامحدود او پر اوبو بسنه وکړئ، نه یوازې د خپلي عمومي روغتیا تضمین کوئ او د دې ډیرو لګښتونو نه به خلاص یاست؛ بلخوا لږ اندېښنه او اضطراب به لرئ ( هم په دې څښاکونو کې د سته موادو د ماهیت او هم د ( معالجې او تداوي اړتیاوو نه د پېښېدونکي خفګان او تشویش په خاطر) او تر ټولو مهمه دا چې دماغ به مو د ساعت په شان کار وکړي. او هرڅومره چې مو فکر خلاص او بهتر وي، ستاسې د مالي بریالیتوب احتمال به هماغه اندازه زیاتوالی وکړي. لا هم ډاډه نه یاست؟ تجربه یې وړیا ده!
۸- د شتمن کېدو له پاره سخي اوسئ
مالي بریالیتوب ته رسېدل د حرص او تمي کولو په معنا نه دي! هیڅکله په دماغ کې دې فکري تېروتني ته ځای ورنکړئ چې بریالیتوب ته د رسېدو له پاره باید داسې واوسئ او تر دې بده دا ده چې د بریالیتوب لګښت مو د نورو پر اوږو ورواچوئ. تندی مو خلاص ونیسئ او په ټولنه او شاوخوا کې مو د خلکو سره مرسته وکړئ. حتمي نه ده چې د دوی سره دي د پیسو مرسته وکړئ. کولای شئ داوطلبانه په ځینو خدايي کارونو کې ګډون وکړئ، د مریضانو له پاره وخت وباسئ، صابر کسان اوسئ چې یوازې دي یا حتا د کار کوونکو ماشومانو له پاره چې په ځینو خیریه مرکزونو کې زده کړي کوي، د ژبي یا ریاضي زده کړه ییزي وړیا دورې اجرا کړئ. له نورو سره د خپل بریالیتوب رازونو په شریکولو سره خوښي وکړئ او له دې خوښۍ نه انرژي واخلئ. په دې کارونو سره به ډېر دوستان ومومئ او بریالیتوب د دوی په درلودلو سره د باور وړ دی.
۹- د شتمن کېدو له پاره تمه مه کوئ، پر ځای یې د ځان له پاره موخي وټاکئ
بریالي کسان د” ای کاش… “او نورو ارزوګانو سره کار نه لري. پر ځای یې دوی ژمن دي چې شپه او ورځ پر ځانو یوه کړي ترڅو یوه ورځ خپلو ټاکلیو موخو ته ورسېږي. د اونۍ، میاشتي او راتلونکو شپږو میاشتو له پاره د موخو په ټاکلو سره یې سر کښېږدئ. تر دې چې کولای شئ د راتلونکي یوه یا څو کلونو له پاره پلان او مووخي ولرئ. وروسته را ولاړ شئ دا موخي پر کوچینو او د لاسرسي وړ موخو او ګامونو ووېشئ او له ځانه وغواړئ چې دې کوچینو موخو ته ورسېږئ. ددې کار له پاره د یوې جنتري (کالیزي) شتون درته حتمي دی.
۱۰- د شتمن کېدو له پاره د کوښښ پر مهال، ځان د خپلو موخو سره همغږی کړئ
که له یوې خوا د موخو او پروژو درلودلو ته ژمنتیا اهمیت لري، له بلې خوا دا موضوع هم خورا مهمه ده چې دا وړتیا ولرئ ترڅو په مناسب وخت کې پروګرامونه یا حتا خپلي موخي تعبیر او ښه والی ورکړئ. د بېلګي په ډول: که د هوښمند مبایلانو د یوه پروګرام د پراختیا په کار بوخت یاست، شونې ده متوجه شئ چې د حرکت مسیر مو باید واړوئ، په دې وخت کې د تغییر یا بدلون نه مه بېرېږئ ځکه چې زموږ وروستنۍ موخه هماغه اوږدمهالو موخو ته رسېدل دي.
۱۱- د شتمن کېدو له پاره مو دماغ له ګډوډېدو نه خلاص کړئ
د یوه” نوښتګر دماغ “ له پاره یوه مشخصه اندازه ګډوډتیا ( تعادل له لاسه ورکول) معمول دي، خو په ځینو ځایونو کې – که تاسې متوجه شئ یا نه- همدغه ذهني ګډوډتیا سبب کیږي چې د تفکراتو سایکل سره وشلېږي او د لېونتوب په عامل بدل سي. غوره ده چې د خپل کار چاپيریال پاک او تازه وساتئ او له ګډوډتیا او بې نظمۍ نه پرهېز وکړئ ترڅو د رغوونکو تفکراتو له پاره کافی فضاء ولرئ. ډاډه اوسئ د خپل کارځای تر پاکولو وروسته – په یوه منظم اطاق کې د کار نه ترلاسه کېدونکې پایله به ډېره په زړه پورې وي.
۱۲- د شتمن کېدو له پاره کمه موټرواني وکړئ
د عمومي لېږدرالېږد سیسټم نه ګټه اخیستنه او کمه موټرواني به نه یوازې د تېلو د سونګ لګښتونو او موټر/موټرسایکل د نورو جانبي لګښتونو له اړخه د پام وړ سپما وي، بلخوا تاسې به هم په ښار کې د ګڼي ګوڼي په منځ کې د موټرچلوني نه د پېښېدونکي سردرديو، احتمالي ټکرونو او وروستنیو نیولو نه خلاص یاست. غوره ده چې لږ پلي تګ وکړئ یا یو بایسکل ولرئ او یا د عمومي میټرو بسانو نه ګټه واخلئ. په دې ټولو کارونو سره به ستاسې په دماغ کې د خلاقیت او نوښتګري بڅري روښانه، د عقل له لوېدو نه مخنیوی وکړي او تر دې چې ستاسې د یادونو او خاطراتو د پراخېدني وسایل چمتو کړي!
۱۳- د شتمن کېدو له پاره اړتیاوي وپېژنئ او نوي حللاري ولټوئ
آیا تر اوسه مو د ځان سره ویلي دي چې” آخ نو چې داسې یو ماشین وای چې کولای یې سوای…: “؟ که داسې وي نو تاسې خپلي بالقوه اړتیاوي پېژندلي دي او که لږ مټي را ونغاړئ، کولای شئ همداسي ګټور او احتمالاً زیات پلورکېدونکي وسایل ایجاد کړئ. د پیسو ګټلو دا نوښتونه یوازې د نویو وسیلو تر جوړولو پورې محدود نه دي او د چوپړتیاوو په برخه کې هم نوښتګري، ښه بازار لري. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې وکولای شئ ددې اړتیا له پاره یوه نوښتګرې نوې حللاره ومومئ؛ داسې حللاره چې د بازار رونق ولري. ځکه ډېری کسان یوازې هغه وخت غواړي چې جېب ته لاس یوسي چې کله په رښتیا دې کار ته اړتیا ولري.
۱۴- د شتمن کېدو له پاره نیوکي وزغمئ
که رښتیا را باندي وایاست نو نیوکي زغمل د بریالیو او شتمنو کسانو د حساسو او بارزو ځانګړنو نه دي. هومره هم متکبر مه اوسئ چې حتا د سپارښتنو او نیوکو له پاره باهوښ غوږونه و نه لرئ. سمه ده چې نیوکي او انتقادات زغمل آسانه کار نه دی، خو مه پرېږدئ چې دا موضوع ستاسې د نهیلۍ سبب وګرځي او موخو ته د رسېدو نه وروسته پاتي شئ. نو مخته ولاړ شئ او په ځان کې رغوونکي بدلونونه رامنځته کړئ. له نیوکو او انتقاداتو نه موخو ته د رسېدو په لاره کې د هرڅه ګړندي موټر په توګه کومک واخلئ او د ځان یا کسب او کار نیمګړتیاوي مو لېري کړئ.
۱۵- د شتمن کېدو له پاره پوښتنه وکړئ
بریالي او شتمن کسان د پرمختګ او ودي نه مړېدونکې علاقه لري. دوی زیاتي پوښتني کوي. کولای شئ له دوی نه یې زده کړئ او بیا یې په ځانو کې وروزئ. حتا کولای شئ عاقلانه او هوښیارانه کار وکړئ او د نورو له تېروتنو او تجربو نه زده کړه وکړئ. غوره ده چې په خپل مسلک کې زیاته زده کړه وکړئ او د خلکو سره ښې او پیاوړي اړیکي ولرئ.
۱۶- د شتمن کېدو له پاره قسمت او طالع رټنه پرېږدئ
که غواړئ چې بریالیتوب ته د رسېدو له پاره کافی باور او ارزښت ولرئ، باید د خپلو تېرو ترخو ماتېو له تجربو نه پند واخلئ خو ځانونه پړه مه ګڼئ. بریالیتوب چې څومره بهرنۍ پېښه ده، هغومره یو بریالي او مثبت تفکر ته اړتیا لري. نو د یوه بهرني بریالیتوب په لاس راوړلو له پاره، خپل درون بریالی جوړ کړئ. بخت، طالع، قسمت او تر ټولو بد د ځان تحقیر او رټنه دلته کوم ځای نه لري!
۱۷- د شتمن کېدو له پاره خپل وخت محدود کړئ
د اولنو مقوله ده چې وايي: وخت سره زر دي؛ نو سره په سرو زرو تبادله کړئ: په رسنیزو ډګرونو کې ښکېلتیا او د اړیکو او ارتباطاتو په موخه د اجتماعي شبکو پرېمانه کارونه، او د بریالیو کسانو د ورځني ژوند ډول او قرینه منظور دي. مه پرېږدئ چې د عصري نړۍ دا وسایل مو د بریالیتوب له لاري و خاورینو جادو ته واړوي. جالبي ویډیوګاني، د دوستانو تازه او نوي پوسټونه، پر لیکه لوبي او نور په زرونو جالبات چې کېدلای ستاسې له پاره به یو ښه ساتېی وي! غوره ده چې د یوه وخت ښود(ساعت) نه ګټه واخلئ او وګورئ چې تاسې له خپل قیمتي وخت نه څومره یې ددې کارونو له پاره ورکوئ. کولای شئ چې په یوه مشخص وخت کې د پر لیکي نړۍ نه اعظیمه ګټه واخلئ ترڅو پر مهمو چارو مو زیات تمرکز کړی وي.
۱۸- د شتمن کېدو له پاره باید پوه شئ چې څه کرئ هغه به رېبئ
دماغ مو یوه کرونده و انګېرئ. که مو تر اوسه ور نه بریالیتوب او نوښتګري اخیستې وي، ژر دی چې ستاسې کښت خالي سي او لېري نه ده چې د وچکالۍ سره مخامخ نه شئ. که غواړئ چې په محصولاتو کې مو ځنډ یا وقفه رانسي، باید همېشه یې وکرئ. د بریالیتوب تخمونه مو د ژوندانه په کښت کې وکرئ او په پوره پاملرني یې اوبه کړئ او پر مېوه یې راولئ. صبر ولرئ او د خپل کښت او کروندې ساتنه وکړئ ترڅو یوې پایلي ته ورسېږئ.
۱۹- د شتمن کېدو له پاره له خپلو پیسو(ذخیرې) نه کار واخلئ
تاسې ډېر او سخت کار کوئ ددې له پاره باید ستاسې پیسې هم باید ګټه راوړي. ددې پر ځای چې ګټلي پیسې یوازې پر یوه ښه او نوي ماډل موټر ورکړئ، په مناسبو پانګونو یې ولګوئ او د مالي بریالیتوبونو په لور د خپلي ودې مسیر په ګړندي توب سره ووهی.
۲۰- د شتمن کېدو له پاره د نورو بریالیو کسانو سره ملګري شئ
د بریالیو کسانو سره یوځای کېدل د مالي بریالیتوب په لور ستاسې د مخ پر ودې خوځښت په موخه یوه فوق العاده لاره ده. د بانفوذو او اغېزناکو کسانو سره د رغوونکو اړیکو په ایجادولو سره، کولای شئ ټولني ته لاره بیامومئ او د زیاتو بالقوه پېرودونکو په ټولنه کې د منلو وړ وګرځئ. همدارنګه کولای شئ چې د دوی خبري واورئ او له تجربو نه یې ګټه پورته کړئ.