د سپین بولدک – چمن پر کرښه د جګړې وروستی حال؛

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

خبریال: فضل الله فضلي
نن مازیګر د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستانیو ملېشو ترمنځ سخته جګړه پیل سول.
جګړه هغه مهال رامنځ ته سول، چي د کرښي ها غاړي چمن کي خلګو د پرلت څخه په تاوتریخوالي لاس پوري کړ او پاکستاني ملېشو پر لاریون کوونکو او بند مسافر افغانانو باندي ټکان وکړل.
وروسته افغان ځواکونو پر پاکستاني ملېشو برید وکړ، چي تراوسه یې دوام درلود.
جګړه اوس درېدلې، پاکستاني ځواکونه پر شا سوي، ځني امنیتي پوستې یې هم پرې ايښي او اوس د ملکي خلګو پر کورونو د هاوان مرمۍ راغورځوي.
په جګړه کي تر اوسه ۱۵ ملکي افغانان وژل سوي او تر ۷۰ ډېر ټپیان دي.
سخت ټپیان د کندهار ښار ميرویس روغتون ته انتقال سوي او لپاره یې سلګونه تنه ځوانان را روان دي، تر څو د ټپیانو سره د ویني مرسته وکړي.
همداراز تر اوسه ۸ امبولانسونه په روغتیايي توکو ډک سپین بولدک ولسوالۍ ته روان سوي دي.
د جګړې په سیمه کي خلګو خپل کورونو پرې ايښي او د ولسوالۍ دښتو ته وتلي دي.
په جګړه کي د کندهار د امنیه قومندان په شمول د سرحدي لوا قومندان هم شتون لري.
پاکستان ویلي وه، چي د اختر په مناسب به د چمن – سپین بولدک دروازه خلاصه وي، چي تېره ورځ یې پرانیستلې او نن یې بنده ساتلې وه او هلته زرګونه افغان مسافر بیا بند پاته سول.
ددې جګړې په اړه افغان حکومت لاتراوسه څه نه دي ویلي.