د سولې او پخلاینې پراخیدونکې څپې؛ پرون کابل د اوربند او سولې ملي اجتماع کوربه وو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

راپور: محمد عزيز پردېس
د کابل پرلت په ۵۷ ورځ، د افغان ژغورنې غورځنګ مبارزو ځوانانو له لوري د اوربند او سولې ملي اجتماع تر عنوان لاندې غونډه په جوش او خروش سره ونمانځل شوه. يادې غونډې ته تقريباً د يوې مياشت راهيسې د کابل په شمول د هېواد په مختلفو سيمو کې پراخ کمپاينونه ترسره شول چې د ولس له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه.
غونډې ته د کابل په شمول د ننګرهار، لغمان، کونړ، کندهار، لوګر، وردګ، کندز او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه يو شمېر با احساسه ځوانان راغلي ول.
پروګرام تېره ورځ جمعه ماسپښين دوه نيمي بجې د افغانستان پر وخت پيل شو او تر ماښامه يې دوام وموند.
که څه هم تمه وه چې يادې غونډې ته به ډېر شمېر ګډونوال راشي، خو د جدي امنیتي ستونزو او ځينو نورو عواملو له امله د ګډونوالو شمېر څومره چې اټکل کېده؛ هغومره نه وو.
غونډه د قران کريم سپېڅلو اياتونو لوستلو ورورسته د هېواد ملي سرود په غږولو رسما پيل شوه.
د غونډې په پيل کې د هېواد تکړه او نوميالی ليکوال او شاعر، اکاډميسن سليمان لايق په خپلو خبرو کې د دې سپېڅلې داعيې له ټولو مبارزينو مننه وکړه او ويې ويل:

اکاډمیسن سلیمان لایق

«کله چې راته خبر راورسېد چې افغان ځوانان د اوربند او سولې لپاره ملي اجتماع لري، نو خپل کټ راته سور اور شو او ځان سره مې وويل چې زما ځوانان د سولې او اوربند لپاره چيغه پورته کوي او زه به نه ورځم!.»

ددې غونډې په ترڅ کې مختلفو ويناوالو په خپلو خبرو کې په هېواد کې د درې اړخونو له لوري د جنګ د درېدلو او د سولې د مذاکراتو د پيل ټينګار درلود.

د افغان ملي محور ګوند مشر ښاغلي ډاکتر خوشحال روهي، په ټولو ګوندونو، ټولنو او فعالينو غږ وکړ چې دې سپېڅلې مبارزې کې په خپل ګډون سره خپل اسلامي او ملي رسالت ادا کړي.
د عدالت ګوند مشر ښاغلي عبدالرشيد ايوبي هيله مندي څرګنده کړه او ويې ويل چې، هېواد ته د سولې د راتګ هيلې ورځ تربلې مخ پر زياتېدو دي او همدغه خودجشه حرکتونه په دې برخه کې رغنده رول لوبوي.
د هېواد جيد عالم او د کابل پرلت فعاله غړي مفتي محمد بلال سفير په خپلو خبرو کې وويل:

«دا کوم مشران، با احساسه خويندې او مبارز ځوانان چې نن دلته راټول شوي دي، دا نه د ټاکنيزو کمپاينونو، نه د کومې ورزشي لوبې او نه د کوم شخصي غرض په خاطر راټول شوي؛ بلکې دا ټول د دې لپاره راټول شوي ترڅو خپله چيغه تر نړيوالو ورسوي. دوی له جنګه ستړي دي، دا څلوېښت کاله کېږي چې په دې کرغېړنې جګړې کې بېګناه عام ولس وژل کيږي چې هېڅ څوک يې پوښتنه هم نه کوي.»

مخور مشر او د کابل پرلت فعال غړي مولوي عمادالدين وويل:

«د افغانستان جګړه پردۍ ده او په جګړه کې په ښکېلو اړخونو غږ کوم چې نور دې د خپلو شخصي مقاصدو لپاره عام ولس نه قرباني کوي.»

د کابل پرلت فعاله غړې او مبارزې آغلې مريم توتاخېل په خپله وينا کې په ټولو خويندو غږ وکړ چې د خپلو ورونو ترڅنګ ودرېږي او د دې سپېڅلي غږ په پورته کولو سره دې دا مبارزه نوره هم غښتلې کړي.
د پروګرام په پای شېبو کې د افغان ژغورنې غورځنګ مشرتابه هيئت او د کابل پرلت غړي ښاغلي اسرار کريمزي له لوري د اوربند او او سولې ملي اجتماع پرېکړه ليک ولوستل شو. په ياد څلور ماده ييز پرېکړه ليک کې د جنګ له درې اړخونو څخه په جدي ډول غوښتنه وشوه چې فورا دې د درې مياشتو لپاره اوربند اعلان شي او د سولې مذاکرات دې پيل شي او يادونه وشوه چې د افغان ژغورنې غورځنګ هڅې او فعاليتونه به تر هغه وخته دوام ومومي ترڅو له ګران هېواد افغانستان څخه د جګړې ټغر نه وي ټول شوی.