د سل توپونو ټورنمنټ په انګلستان کې تېره شپه د اته لوبډلو په ګډون پیل شو، چې په دې لوبو کې څلور افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.
محمد نبي عیسی خېل له لندن سپېرېټ لوبډلې سره، راشدخان له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره، قیس احمد له وېلش فایر سره او مجیب الرحمن له نارترن سوپرچارجرز لوبډلې سره مل دی.
د جمعې په ماسختن د شپې لس بجې د محمدنبي دې لوبه ترسره کېږي.
د راشدخان دې لوبه د شنبې په مازیګر شپږ بجې ده او د مجیب الرحمن دې او قیس احمد دې لوبه د شنبې په ماسختن د شپې په نهه نیمې بجې ترسره کېږي، چې دواړه د یو بل پر وړاندې سیالي کوي.
د سل توپونو لوبه د جمعې په شپه د اوول اېنوېسېل او مانچېسټر اورېجنل ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې لومړی اوور د مانچیسټر لپاره د انګلستان ۲۳ کلن کیڼ لاسي سپېن بالر ټام هارټلي ترسره کړ، چې لس توپونه یې وکړل او په خپل څلورم توپ یې سام کرن بولډ کړ.
په درېیم توپ د سل توپونو لومړۍ شپږیزه سام کرن ووهله.
لومړۍ څلوریزه بیا جېسن رای ووهله.
د اوول اېنوېسبل لوبډلې لوبډلمشر سېم بېلېنګز په ۳۰ توپونو ۴۹ منډې وکړې او دې لوبډلې په سل توپونو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې او مانچېسټر اورېجنلز ته یې ۱۴۶ منډې هدف ورکړ.
ټام هارټلي په ۲۰ توپونو ۲۴ منډې، دوه وېکټې، فرید کلاسین په ۱۵ توپونو کې ۲۳ منډې ورکړې، درې وېکټې یې واخیستې، سټېون فېن په ۱۵ توپونو ۲۲ منډې، دوه وېکټې او متیو پارکېنسن په ۲۰ توپونو ۲۷ منډې ورکړې او ۱ وېکټ یې واخیستې.
په دې سل توپونو کې یواځې یو وایډ توپ وشو، چې هغه هم سټیوېن فېن ترسره کړ.
په دې لوبو کې ایکانومي د هر بال پر سر حسابېږي، یعنې د اوور پر سر نه حسابېږي، ټام هارټلي په هر توپ یو اعشاریه شل منډې ورکړې وې، کلاسین په هر توپ ۱ اعشاریه ۵۳ منډې، سټیون فېن یو اعشاریه ۴۷، کارلوس برېتوېټ ۱ اعشاریه ۶۷، متیو پارکېنس ۱ یو اعشاریه ۳۵ او کالوېن هرېسن یو اعشاریه ۵۳ منډې په هر بال ورکړې وې.
لوبه مانچیسټر اورېنجنلز لوبډلې په ۹ منډو وبایلله او بریا د جېسن رای یا سېم بېلېنګز لوبډلې وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی سام کرن وپېژندل شو.
نن شپه لس بجې د محمدنبي دې لوبه ده او د برمنګهم فونېکس لوبډلې سره مخ دي.