د سترګو له شا او خوا مو تورې حلقې داسې لرې کړئ

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
انسان په فطري توګه د ښکلا خوښوونکی دی، د همدې لپاره هر څوک د ځان ښکلا پیسې ګرځي.
فکر وکړئ چې په هنداره کې موځان ته وکتل، کله چې ځیر شوۍ، نو ګورئ، چې د سترګو په شاوخوا کې مو تورې حلقې دي، دا حالات طبعاً تاسو خپه کوي، نو له ځان سره په دې فکر کوئ چې شاید د ستړیا یا هم د کمزورۍ له کبله پیدا شوي وي. دا چې دا یادې حلقې ولې پیدا کیږي او حل لاره یې څه ده په دې لیکنه کې به په اړه یې پوشئ:
۱- هغه علتونه چې د سترګو په شاخوا کې د تورو حلفو سبب کیږي:
– کمخوني
– حساسیت
– د لمر وړانګې
– ډير عمر
– د پزې بندښت
– ارثیت
– بې خوبي
– د وزن ډیروالی
– په وخت ډوډ‎ۍ یا خواړه نه خوړل
– له عینکو تل استفاده کول
– استرس یا تشویش کول
۲- د سترګو د شاوخوا د تور حلقو د له منځه وړول لپاره حل لارې دا دي:
– په ۲۴ ساعتو کې لږترلږه له ۷ تر ۹ ساعتونه پورې باید خوب وکړئ.
– که چیرې له هر څه سره حساسیت لرئ باید ځان ته پوره پاملرنه وکړئ، یا هم د الرژیک درملو نه ګټه واخلئ.
– دا چې د سترګو شاوخوا پوستکی ډیر نازک دی، د لمر وړانګې د مخ د نورو برخو تر څنګ د سترګو په شاوخوا ډیر بد اثر لري، کوښښ وکړئ چې د لمر ضد کریم نه استفاده وکړئ.
– د پوزې بندښت یو له هغو لاملونو دی چې د سترګو د شاوخوا د تورېدو سبب کیږي، ځکه کله چې پزه بنده شي، نو رګونه په اسانۍ سره فعالیت نشي کولای همدا بندښت د حلقو په پیدا کیدول کې رول لري.
– څیړنو موندلې چې د مخ د داغو په څیر د سترګو حلقي ارثي هم کیدای شي.
– پالک، غوښه کشمش او نورې تازه میوې وخورئ چې د سترګو له حلقو نه خلاص اوسئ.
– سهار وختي مو مخ په یخو اوبو ووینځئ، ځکه دا د دې سبب کیږي چې وینه ټول مخ ته ورسوئ.
– له هغو میوو او ترکاریو کار واخلئ، چې وی ویټامین c، ویټامین K ولري.
– تل له عینکو ګټه مه اخلئ.
– له تشویش او بې ځایه اندیښنو ځان وساتئ.
– په خوړو کې مالګه کمه وکاروئ.
– د بادمو تیلو سره د لیمو اوبه یو ځای کړئ او هر شپه د سترګو په شاوخوا یې ومښئ، دا کار د دې سبب کیږي چې له تورو حلقو وژغورل شئ.
– له نعنا نه ګټه واخلئ، څو پانې نعنا په اوبو کې جوش کړئ، هره شپه یې د تورو حلقو لپاره یې په سترګو استعمال کړئ.
– هر شپه انار او یا هم کیله وخورئ.
– کچالو د بادرنګو په څیر ګرد ګرد ټوټه کړئ، مخکې له ویده کیدو یې په سترګو د ۲۰ دقیقو لپاره پریږدئ.
– اوبه چې د تازه پوستکي په درلودلو کې مهم رول لري، نو هر روځ ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ.
– له بادرنګو هم د کچالو په څیر د سترګو لپاره ګټه اخیستی شئ.
تمه لرو چې د یادو کارونو په عملي کولو سره د سترګو له تورو حلقونه وژغورل شئ.
منبع: مشاور جلد