د زیمبابوې په ماته افغانستان او ایرلینډ ګټه وکړه؛ د سبانۍ لوبې ګټونکی به نړیوال جام ته ووځي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د ۲۰۱۸ م کال د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې کوربه زیمبابې لوبډلې د متحده عربي اماراتو څخه د ماتې په خوړلو سره د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ څخه بهر شو او پر ځای افغانستان او ایرلنیډ ته ستر چانس ور ډالۍ کړ.
د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ لپاره په دې مهمه سیالۍ کې زیمبابې لوبډلې په سیالۍ کې د ټاس په خپلولو سره د اماراتو لوبډلې ته د لمړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه، چې د ۴۷،۵ اورونو لوبولو سره یې ۲۳۵ منډې جوړې کړې او سیالي د باران له کبله ودریدله.

لوبه د بارن د اورښت له کبله تر ۳۰ اورونو پورې راښکته شوه او زیمبابوې لوبډلې ته په ۳۰ اورونو کې د ۲۳۰ منډو هدف ورکړل شو، چې پکې زیمبابوې لوبډله هدف د رسیدو په وروستیو شیبو کې د ماتې سره مخامخ شوه.
د اماراتو لوبډلې په دې بریا خپلولو سره د کرکټ په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره د پوره غړیتوب لرونکې لوبډلې زیمبابوې ته ماتې ورکړه او ښآيي چې تر عمره یې دا ورځ په یاد پاتې شي.

د اماراتو لوبډلې نه یوازې په دې سیالۍ کې ځانته بریا خپله کړه؛ بلکې افغانستان او ایرلینډ ته یې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ ستر چانس ورکړ.
د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لوبډلې انتخاب د ډیرو پواینټونو په خپلولو سره کیږي، چې پکې ویسټ انډیزۍ لوبډلې په تیرې سیالۍ کې د ټورنمنټ بهترینه لوبډلې سکاټلینډ ته د باران د اورښت په مرسته په ماتې ورکولو او په دغه لړ کې د تر ټولو ډیرو ۸ پواینټونو خپلولو سره د لمړۍ لوبډلې په توګه تر نړیوال جام پورې ورسیده.
د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته دویمه لوبډله به سبا د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ګټونکې لوبډله وي او هم به د همدې غوراوي جام سیالیو کې د ویسټ انډیز لوبډلې سره پای لوبې ته ورسیږي.
د افغانستان او ایرلیند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سبا ورځې مهمه سیالي به د افغانستان پر وخت د ورځې په ۱۲ بجو سره پیل شي.
 
احسان الله ساپی