د زیتون غوړي؛ اصلي او بدل یې داسې وپيژنئ

سپینه تجريدي ډیزاین

د زیتونو غوړي د زیتونو په شان زیاتې ګټې لري. دا غوړي د سرطان ضد خواص لري او د زیاتو ناروغیو د مخنیوي او د وجود د دفاعي سیستم له پياوړتیا سره مرسته کوي.
که اقتصاد مو مناسب وي او وس یې لرئ، له نورو ټولو غوړیو تېر او په دېګ و پخلي کې هم د زیتون له غوړیو ګټه واخلئ.
دې ته په کتو سره، چې ټګ ماري ورځ تربلې په دنیا کې زیاتیږي د زیتونو غوړي هم د ټګمارو له مداخلې خوندي نه دي پاتې.
د دې غوړیو د پراخ استعمال او جذابیت له کبله ټګمارو شرکتونو په دې نوم د تقلبي غوړیو د تولید او خرڅلاو بازار هم ګرم ساتلی.
د دې لپاره، چې د زیتونو د پېرلو په وخت اصلي زیتون غوړي له بدلو سره تفکیک شي لاندې وړاندیزونه په پام کې ونیسئ:
غوړي بوی کړئ، اصل و بدل معلومیږي!
د زیتون د اصلي غوړیو د پېژندلو لپاره د پېرلو پر وخت د زیتون غوړي بوی کړئ.
د زیتونو له اصلي غوړیو د زیتونو او سبزیو بوی ځي.
د زیتونو بدل او تقلبي غوړي د فلزو بوی ورکوي.
د زیتونو د پېرلو په وخت کوشش وکړئ چې له پوزې مو پوره او فعاله مرسته واخلئ.
که ممکنه وه، د پېرلو له وخت نه مخکې یې په کور یا هملته پلورنځي کې د زیتونو له موجوده دانو ګټه واخلئ، بوی یې کړئ او د هماغه بوی مطابق د زیتونو تېل درته ولټوئ!
د رنګ له مخې د زیتون د اصلي غوړیو پېژندنه
د رنګ له مخې د زیتون د اصلي غوړیو پېژندل ګران کاردي. دلیل یې دا دی، چې د زیتون دانې یو ډول نه دي، مختلف رنګونه لري. له دې کبله د رنګ له مخې د زیتونو د اصلي تېلو پېژندل ستونزمن دي.
د دوکان کومې برخې نه تېل واخلو؟
دوکانونه یا پلورنځي په مختلفو ځایونو کې دي، ځینې لمر ته، ځینې سیوري ته او ځينې نورو برخو کې دي.
د دې لپاره، چې د زیتونو تېل له سم دوکان نه وپېرئ، پر دوکان سترګې واچوئ، وګورئ چې د زیتونو تېل خو پکې د لمر شعاع ته نه دي ایښودل شوي.
د لمر شعاع او حرارت د زیتونو د تېل یا غوړیو کیفیت خرابوي. نو ښه ده چې په هغه دوکان کې د زیتونو تېل ونه پېرئ، چې د دې تېلو یا غوړیو المارۍ پکې د لمر شعاع او حرارت ته نیږدې وي.
په کور کې د زیتون د غوړیو ازمایل
که د زیتونو تېل یا غوړي مو په اول پړاو کې سم نه وي پېژندلي او تېروتي اوسئ په دویم پړاو کې یې بیا ازمایلی شئ.
دویم پړاو به یې نو په کور کې وي، یانې هغه وخت چې اوبه له ورخه تېرې وي او تاسې د زیتونو پر غوړیو پیسې ورکړې وي.
نه، نه اوبه به له ورخه ډېرې تېرې هم نه وي، خو که دوکاندار شناخته وي او په ذمه وارۍ یې غوړي درباندې خرڅ کړي وي کیدای شي، چې بیرته یې وروړئ او د درغلۍ یادونه او تاوان وغواړئ.
په کورکې د زیتون د غوړیو د تشخیص مسئله داسې ده، چې د زیتونو د غوړیو دوه یا څلور کاشوغې د مربا په شیشه کې واچوئ، سر یې كلک وتړئ او د ۲۴ ساعتونو لپاره یې په یخچال کې كېږدئ. که غوړي کنګل پاتې شي، ډاډه اوسئ چې سم غوړي مو پېرلي. که کنګل نه وې پاتې، تکثیرشوي وو، پوه شئ چې خطا شوي یئ، بیا له هغه دوکاندار نه د زیتونو تېل مه اخلئ، چې تېرویستي یې یاست!