ليکنه: مدثر دعوت
وروسته له هغې چي د کريکټ نړيوالي شورا له لوري د زيمبابوې د کريکټ ملي لوبډلي بشپړ غړيتوب وځنډول سو،ورځ په ورځ د میدان څخه وزي.
سيريزونه يې لغوه سوه او دادی اوس د نړيوال جام څخه هم محرومه سوه.
د کريکټ نړيوالي شورا په يوه نوي خبرپاڼه کي خبر ورکړ چي د راتلونکي شل اووريز نړيوال جام د غوراوي سياليو کي به د زيمبابوې پرځای نا يجريا ولوبيږي.
د کريکټ نړيوال جام لپاره به نايجریا،عربي امارات، هنکانګ،ايرلينډ،جرسي، کينيا،نیمیبیا،نیدرلینډ،عمان،پاپو نیو ګیني، سنګاپور او سکاټلينډ د غوراوي سيالۍ ترسره کوي،او له دوی څخه به ۲ لوبډلي نړيوال جام ته لار پيدا کوي.
همدارنګه د ښځينوو نړيوال جام کي به د زيمبابوې پرځای د نيميبيا لوبډله ولوبيږي.
د کريکټ شل اووريز نړيوال جام په راتلونکي ۲۰۲۰ز کال کي په اسټراليا کي ترسره کيږي.