د زر معشوقو لرونکی په زر کاله بند محکوم شو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

په ترکیه کې یو دعوتګر عدنان اوکتار چې تر ۱۰۰۰ دېرې معشوقې یې لرلې، د جنسي جرمونو اړوند قضیو کې د ښکېلتیا په تور په ۱۰۷۵ کاله بند محکوم شو.
اوکتار ۶۴ کاله عمر درلود او په ترکیه کې یې په یوه تلویزیون کې دیني خپرونه پر مخ وړله چې ګڼې پېغلې به پرې را ټولې وې، او ده ته به نڅېدې.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، پر اوکتار د جنسي تېري، له کم عمره نجونو د ناوړه ګټې اخیستنې، تېر ایستنې او د سیاسي پوځي جاسوسۍ تورونه لګول شوي و.
عدنان اوکتار یو ځل په ۲۰۱۸ کال کې هم د استانبول پولیسو نیولی و او زیاته کړې یې وه، په اسلامي داعي مشهور لانجمن سړی عدنان اوکتار یې له خپلو ساتونکو سره یو ځای په دې تور نیولی چې د یوې مجرمې ډلې په جوړولو او جنسي تېري اعمالو کې یې لاس درلود.
دغه راز د رسنیو د راپورونو له مخې، عدنان اوکتار په دې تلویزیوني پروګرام کې د اسلام له نظره د شرابو او نڅاګرو ښځو پر موجودیت بحثونه کول.
عدنان اوکتار اسلامي فقه لوستې او قران کریم یې په وړکتوب کې حفظ کړی و، چې له هغه وروسته یې د استانبول معمارسنان پوهنتون کې فلسفه او ښکلي هنرونه لوستلي وو.
عدنا اوکتار تر ۳۰۰ زیات کتابونه لیکلي وه چې ډېرو ژبو ته هم ژباړل شوي وه نوموړي په ترکیه کې ډېر زیات پلویان درلودل چې ډېری یې ښځې وي.
نوموړي په جنسي ځورونې او له کوچنیانو د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوی دی، د نوموړې د نیول کېدو په وخت کې یې د هغه له کوره ۶۹ زره د امیدواري ضد درمل پیدا کړي وه.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي