د ریال ماډریډ په ماتي سره بارسلونا د جدول لومړی ځای وساتی!

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

تېره شپه د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۷مي اونۍ لوبو څخه ریال ماډریډ د ریال بیټیس فوټبال لوبډلي سره ولوبېد، چي ریال بیټیس ۲ ګولونه پر ۱ ریال ماډریډ لوبډلي ته ماته ورکړه.
په یاده لوبه کي د ریال بیټیس لپاره لومړۍ ګولوهنه سیدني په ۴۰تمه او کرسټین ټیلو بیا د لوبي په ۸۲ یمه دقیقه کي دوهمه ګولوهنه وکړه.
خو د ریال ماډریډ لپاره بیا یوازینی ګول کریم بنزیما د لوبي په ۴۵تمه دقیقه کي د پینالټۍ په واسطه وواهه.

دا لوبه چي د ریال بیټس په کوربتوب ترسره سوه، زرګونه مینوال ورغلي وه.
هاخوا بیا وړمه شپه بارسلونا د ریال سوسیداد لوبډلي څخه د دې اونۍ لوبه ۱ ګول پر ۰ وګټله.
په یاده لوبه کي بارسلونا لپاره میسي د پینالټۍ په واسطحه ګولوهنه وکړه.
 
بارسلونا د دې اونۍ د لوبي په ګټلو سره خپلي نمرې ۵۸ ته پورته کړې، خو ریال ماډریډ چي ۵۶ نمرې ئې درلودې د تیري شپي په لوبه کي ئې چانس درلود، چي د لوبي په ګټلو سره خپلي نمرې ۵۹ ته پورته کړي، خو لوبه ئې وبایلله او اوس ۵۶ نمرې لري.

د لالیګا لیګ د نمرو په جدول کي اوس بارسلونا د ۵۸ نمرو په درلودلو سره لومړی ځای، ریال ماډریډ د ۵۶ نمرو په درلودلو سره دوهم ځای، سویا د ۴۷ نمرو په درلودلو سره درېیم ځای، ختافه د ۴۶ نمرو په درلودلو سره څلورم ځای او اتلاتیک ماډریډ بیا  د ۴۵ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای لري.