زموږ اساسي قانون ولسي جرګې ته د وزیرانو د استیضاح حق ورکړی. د دې حق موخه دا ده چې که وزیران ناغیړي وکړي نو همدا جرګه به یې قیضه راکش او په لاره به یې برابر کړي.
دا حق په حقیقت کې د نظارت په مانا دی او چیرته چې په سمه توګه نظارت وشي نو کارونه خپله سمیږي.
دا چې کارونه سم نه دي؛ علت یې د ناسم نظارت دی او دا ځکه چې د ولسي جرګې ګڼ شمیر غړي یا د کره نظارت اهلیت نلري او یا ور ته یوازې شخصي ګټې او معاملې مهمي دي.
همدغو معایبو د جرګې اهمیت د خلکو پر وړاندې راټیټ کړی دی او دا ټیټوالی له دې څرګندیږي چې ځینې خلک دومره مهم تقنیني او نظارتي ارګان ته د ( رهنمای معاملات) اصطلاح کاروي.
خلک هم ملامت نه دي. خلک ګوري چې په وطن کې ډیر بد حالت روان دی. فساد په وروستي اوج کې دی. د قوانینو نقض روان دی، په هره برخه کې اصلاح او نظارت ته اړتیا ده؛ خو نږدې هره ورځ د جرګې له نیمايي زیاتې څوکۍ تشې وي او داسې ښکاري لکه په یوه بیخونده سینما کې چې تکراري فلم چلیږي.
دغه راز له ځینو وکیلانو خپل اصلي مسوولیت هیر دی. په وړو وړو کارونو بوخت دي. د تقرر په پروسه کې لاسوهنې کوي او دغو لاس وهنو د بې واسطې خو مستعدو ځوانانو له لاسونو د کار موندنې فرصت تروړلی دی.
د شناخت فرصت
د ولسي جرګې دې دورې اوږد وخت تیر کړ. د دې جرګې ځینو غړو خو آن په تیرو دورو کې هم د خپلو خلکو وکالت کړی دی. دا کافي فرصت دی چې خلکو خپل وکیلان درک کړي وي. خلک باید د همدې درک له مخې د راتلونکې لپاره تصمیم ونیسي.
له همدې وکیلانو څخه اکثریت یې راتلوونکیو ټاکنو ته بیا کاندید دي. شاید دوی بیا هم د کمپاین په ورځو کې فعال شي. ځانونه د خلکو رښتيني خادمان وګڼي او په دې توګه د خلکو سترګو ته دومره خاورې وشیندي چې خپله ماضي ترې ورکه کړي.
له دوی څخه ځینو یې له اوسه د ښه سړیتوب تمرینونه شروع کړي دي.
دا به ډير زیاتی وي چې بیا هم خلک د انتخاباتي شعارونو تر اغیز لاندې راځي او د څو کلونو ماضي له پامه غورځوي.
د غوره انتخاب خنډ
د جګړې له سترو او ګڼو میراثونو څخه یو د تعصب میراث دی. دې میکروب ډیرو بدنونو ته لاره کړې او د ژوند سیستم یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
اوس هم ګڼ خلک رایه د قوم، ژبې، ګوند او کلیوالي اړیکو له مخې کاروي. که د بلې ژبې، بل قوم او… د رایې مستحق کاندید هم وي، خپله رایه نه ورکوي.
خلک باید پوه شي چې ناکاره او یا مفسد خلک پرته له خپل ځانه د هیچا په خیر نه دي. دا خلک باید تجرید شي او دومره یوازې پاتې شي چې له خپلې تنهايي وډار شي.
ښه؛ بلکې ضرور خبره دا ده چې د رایې ورکونې معیار یوازې د شخص اهلیت، شخصیت، تقوا او وړتیا وي او نور ټول کمزوري او بد رنګه پیوندونه وشلول شي. که داسې ونشي نو مستقبل به مو هم د ماضي او حال په څير وي او بیا به پښیماني هیڅ ګټه نکوي؛ ځکه چې: چرا عاقل کند کاری که باز ارد پشیمانی
محمد نعمان دوست
د غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۷