د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړیوال شهرت لرونکی ځوان لوبغاړی راشد خان د هندوستان د کورني کرکټ د «IPL» په مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ته د سترې بریا په ورکولو سره د نړیوال کرکټ پیاوړي لوبغاړي د خپل ځان په ستاینه مجبور کړل.
افغان لوبغاړي راشد خان د «آي پي ایل» سیالیو یولسم پړاو پای لوبې ته د رسیدو په موخه د کلکتې لوبډلې هيلې په خپلې هر اړخیزې لوبې سره پای ته ورسولې او خپله لوبډله سنرایزرز حیدر اباد یې تر پای لوبې وروسوله.
راشد خان په د بیګا شپې په مهمې سیالۍ کې د خپلې لوبډلې په ګټه په توپ وهنه کې په ۱۰ بالونو د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو پرمټ ۳۴ ناسوځیدلو منډو جوړلو سره لوبډله د سخت حالت څخه وویسته او هم یې په توپ اچونه کې د کلکتې لوبډلې د ۳ پیاوړو لوبغاړو سوځولو ترڅنګ یو لوبغاړی رن او دوه نور په کیچ نیولو سره د میدان نه بهر کړل.
د سیالۍ وروسته د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړو د خپلو رسمي ټویټر پاڼو څخه د راشد خان په ستاینه لګیا شول، چې له ډلې یې د کرکټ نړۍ د ۱۰۰ سلیزو ریکارډ جوړونکي ماسټر سچن ټنډولکر د راشد خان په اړه په ټویټ کې ولیکل، چې له دې وړاندې به مې داسې ګڼله چې راشد خان د کرکټ یو ښه سپینر بالر دی، خو اوس په دې کې هیڅ شک نشته، چې نوموړی د ۲۰ اوریزه کرکټ فارمټ کې د نړۍ بهترین سپینر بالر دی او هم د نوموړي د توپ وهنې څخه متاثره شوی دی.
د هندۍ لوبډلې اوسني لوبډلمشر ویرات کوهلي هم ټویټ کړی دی، چې راشد خان د ۲۰ اوریزه کرکټ بهترین لوبغاړی او په همدې اړه یې د ټویټ د لارې په سچن ټنډولکر هم غږ کړی دی.
د خپل وخت په سپین بالینګ راج کوونکي اسټرالوي شین وارن هم د ټویټ کولو سره ویلي د سپین بالر یا توپ اچونکي په حیث د دغه ډول بالرانو د توپ اچوونې څخه خوند اخلم، خو د راشد خان توپ اچوونه ورته حیرانونکې ده.
د هندوستان پخواني لوبغاړي محمد کیف، د ټینیس لوبغاړې سانیا میرزا، د بهرنیو چارې وزیرې سوشما سوراج او نورو هم ټویټونه کړي دي.
تر ټولو جالبه خو لا دا ده، چې هندي کرکټ مینه والو د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج ته د ټویټونو د لارې ویلي، تر څو راشد خان د هندوستان افتخاري تابعیت ورکړي.
سوشما سوراج د ټویټ د لارې مینه والو ته ځواب ورکړی، چې ستاسو د ټولو ټویټونه مې ولیدل، خو تابعیت ورکول د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو لري.
وروسته له هغې د افغان راشد خان په ستاینه نړیوالو کرکټرانو خولې راخلاصې کړې، چې د یولسم پړاو په سږني «آي پي ایل» سیالیو کې یې د هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي، پخواني لوبډلمشر مهیندرسینګ ډوهني، ویسټ انډیزيو لوبغاړو کریس ګیل، انډري رسل، ډواین براو، د کرکټ بې رحمه توپ وهونکي اي بي ډوییلرز، سریش راینا، انګلستاني بین سټوک، جوز بټلر، اسټرالوي کریس لاین او نورو پیاوړو لوبغاړو ویکټې ترلاسه کړې او دغه لوبغاړي یې د خپلې توپ اچوونې پرمهال د ستونزو سره راګیر کړي و.