یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د راشد خان نوم د نړۍ د ځلیدونکو او مشهورو ستورو تر کتابه ورسید

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ځوان او نړیوال شهرت درلودونکي لوبغاړي راشد خان نوم د انګلستان د ویسډن کتاب ته ورسید.

ویسډن د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي نوم دی، چې په خپل نوم یې نومولی دی او هر کال یو ځلي چاپ کیږي، چې پکې د کرکټ په نړۍ کې ځلیدونکو ستورو ته ځای ورکول کیږي.

د دغه کتاب په نوې او تازه چاپ شوې ګڼه کې د مشهورو لوبغاړو انځورونه خپاره شوي دي، چې پکې د نورو ترڅنګ د افغانستان څخه د لمړي ځل لپاره راشد خان دغه ویاړ ترلاسه کړ.

 په چاپ شوي کتاب کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کولي د اوسني کرکټ لیډر په نوم یاد شوی دی او ورسره یو شمیر نور لوبغاړي هم ځای لري.

 په دغه کتاب کې د ویسټ انډیز څخه د شای هووف او جامي پورټر نومونه هم خپاره شوي دي، چې شایي هووف د انګلستان خلاف په ۲۰۱۷ م کال کې په ټیسټ سیالۍ کې غبرګه سلیزه کړې وه او په خپلې توپ وهنې سره یې انګلستان ته په دغه لوبه کې ماتې ورکړې وه.

د ویسډن په نامه کتاب چې (د کرکټ انجیل) په نوم سره هم مشهور دی، پکې د لمړي ځل لپاره د افغان لوبغاړي راشد خان نوم د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې د لمړي مقام ګټلو له کبله خپور شوی دی او د نوموړي په اړه یې معلومات ورکړي دي.

راشد خان په دې وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰ اوریزه سیالیو په درجه بندۍ کې لمړي مقام ته ورسید، چې په دې کار سره یې هم افغان مینه وال حیران او هم خوښ کړل او اوس یې په نړیوالو رسنیو، ویب پاڼو او کتابونو کې بحث کیږي.

په دې کتاب کې نه یوازې د نارینه کرکټ لوبغاړو یادونه شوې ده؛ بلکې د هندوستان د ښځینه وو د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشره میټالي راج چې په نړیوال کرکټ کې د سلیزو وهلو او ډیرو منډو جوړولو ریکارډ هم لري، د ښځینه وو د کرکټ لیډره یاده شوې ده. د میټالي راج څخه وروسته د ۲۰۱۷ م کال د ښځینه وو د کرکټ نړیوال جام ګټونکې لوبډلې انګلستان څخه د ۳ لوبغاړو نومونه ذکر شوي دي، چې پکې د (انیا شروبزول، هیدر نایټ او د ناټالي سیور) نومونه شامل دي.

انیا شروبزول د تیر ۲۰۱۷ م کال د ښځینه وو د کرکټ نړیوال جام سیالیو پای لوبه کې د خپلې انګلینډۍ لوبډلې په ګټه د هندوستان خلاف د ۴۶ منډو په ورکړې سره ۶ ویکټې واخیستې او هندۍ لوبډلې ته یې ماتې ورکړه او په همدغې کار کردګۍ د ویسډن تر کتابه ورسیده.

 د کرکټ په ډګر کې مشهوره ویسډن کتاب له ۱۸۶۴ کال راهیسې هرکال یو ځل چاپ کیږي، چې پکې د هغه کال مشهوره او ځلیدلې څهرې را څرګنديږي، چې د هر یو لوبغاړي لپاره د ویاړ خبره وي.

په دې کتاب کې له دې وړاندې هندوستان پیلز لوبغاړی ویرندر سیهواګ او د سرېلنکا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی کمارا سنګاکار هم د کرکټ د لیډرانو په نوم سره یاد شوي دي.