د کرکټ په برخه کې د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo) د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کېږي.
اوس دې ویب سایټ په دوهم پړاو کي د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي نوموتی لوبغاړی راشدخان آرمان د ویسټ انډیز لوبغاړي انډري رسل سره سیالي ته اچولی، چي د ډېرو رایو خپلونکی لوبغاړی به ګټونکی اعلانیږي.
لاندي لینک کښې کاږئ او راشدخان ارمان ته رایه ورکړئ!
https://es.pn/3ayvkOD
دا په داسي حال کي ده، چي راشدخان آرمان د شل آوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کي د نړۍ لومړی توپ اچونکی دئ.
د هغه ترڅنګ راشد خان آرمان د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانو کي شپږم ځای لري.
په لومړي پړاو کې ګډونوال ۳۲ لوبغاړي
راشدخان، محمدنبي، لیسیت ملینګا، ډېل سټين، شین واټسن، شاهد افریدي، ډیویډ وانر، شعیب ملک، ډین براوو، سهیل تنویر، انډري رسل، سمیول بدري، سعید اجمل، کیرون پولارډ، ایرون پینچ، کلین مکسویل، سوریش رانا، کریس ګېل، عمران طاهر، ایشواین، میس ډوني، بابر اعظم، ویراټ کوهلي شکیب الحسن، سونیل ناراین، مایکل هسي، جسپریت بومرا، روهیت شرما، جوس بیټلر، برینډن میکالم، اي بي ډیویلرز او کیون پيټرسن.
دا هغه ۳۲ لوبغاړي دي چې کریک انفو د شل اوریزه سیالیو د غوره لوبغاړي جایزې ته ټاکلې وه.
په لومړي پړاو کې ګټونکي لوبغاړي
کریک انفو پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼه دوه دوه لوبغاړي سیالۍ ته واچول، چې د ټولنیزو رسنیو کارکوونکو د رایو په ورکولو سره د خپلې خوښې وړ لوبغاړو ته رایه ورکړه او ډېرې رایې اخیستونکو لوبغاړو دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.
د دوی د رایو په بنسټ لیست ملینګا ـ ډیل سټین ته، شاهد افریدي ـ شین واټسن ته، ډیویډ وارنر، شعیب ملک ته، ډین براوو ـ سهیل تنویر ته، انډري رسل ـ سمیول بدري ته، راشدخان ـ سید اجمل ته، کیرون پولارډ ـ ایرون پینچ ته، سوریش رانا ـ کلین مکسویل ته، کریس ګېل ـ محمد نبي ته، عمران طاهر ـ ایشواین ته، میس ډوني ـ بابر اعضم ته، ویراټ کوهلي ـ شکیب الحسن ته، سونیل ناراین ـ مایکل هسي ته، روهیت شرما ـ جسپریت بومرا ته، برینډم مېکالم ـ جوس بیټلر ته او اي بي ډیویلرز بیا کیرون پولارډ ته ماته ورکړه.
اوس دا لوبغاړي په دویم پړاو کې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ته اچول شوي
۱ـ لیسیت ملینګا او شاهد افریدی؛
۲ـ ډیویډ وارنر او ډین براوو؛
۳ـ انډري رسل او راشدخان؛
۴ـ کیرون پولارډ او سوریش رانا؛
۵ـ کریس ګېل او عمران طاهر؛
۶ـ میس ډوني او ویراټ کوهلي؛
۷ـ سونیل ناراین او روهیت شرما؛
۸ـ برینډم میکالم او اي بي ډیویلرز؛