لیکنه: شبانه پوپلزۍ
پښتنو ته له پخوا نه تر اوسه پورې د دوی دود او رواج ډېر ارزښت لري ان تر دې، چې دین ته یې هم رواجي بڼه ورکړې ده.
دا چې دود تر کومه حده د دین ځای نیولی او د دین او دود ګډول څه زیان لري، په دې اړه به په دې لیکنه کې درته معلومات وړاندې شي.
دین هغه لاره او طریقه ده، چې د حضرت محمد (ص) په واسطه موږ ته د الله له لوري پرې امر شوی، خو دود بیا هغه لاره طریقه او کړنې دي، چې د ټولنې د وګړو له لوري رامنځته کېږی.
له دیني لارې څخه منکر کافر او ترک کول یې د ګناه لامل کېږي، چې د دود ترک کول او یا ترې منکریدل په شرعي لحاظ هېڅ کومه ستونزه نه لری.
زموږ په ټولنه کې بیا دود دومره ارزښت لري، چې د دود په پریښودلو او ترک کولو انسان یو لوی ګناهګار ګڼل کېږي.
دلته کیسه داسې ده، چې دین پریږده، خو دود مه پریږده، سره له دې چې دا دودونه د ټولنې د بربادۍ لامل هم کېږي؛ خو دوی له دې دودونو څخه نه تېریږي، ځکه دا ورته له نیکونو او پلارونو څخه په میراث پاتې دي.
د ډېری شرعي احکامو ځای اوس دودو نیولی.
لنډه بېلګه یې د اسلام په دین کې دا نشته، چې ته دې خپله لور په یو کس د پیسو په بدل کې و پلوره او هغه ته بیا د ولوره نوم ورکړه.
دا زموږ یو ناوړه دود دی، چې له امله یې شرعي حکم د یوې نجلۍ مهر په کې له منځه ځي.
بل کله چې یو کس قتل کوي، باید بېرته قتل شي دا یو شرعي حکم دی، خو زموږ په ټولنه کې د دې حکم ځای هم دود نیولی، چې د قتل په مقابل کې د د قاتل لور یا خور په بدو کې ورکوي.
دا او دې ته ورته نورې ډېرې بېلګې دي، چې په پښتني ټولنه کې دود د دین یا شرعي احکامو ځای نیولی.
بلې موضوع ته به ټول متوجه شوي، یئ، چې ډېری خلک پر دې پار ځینې ناروا عملونه کوي چې اسلام منعه کړي، نه ترک کوي، چې خدای (ج) منعه کړي او ګناه ده؛ بلکې پر دې پار یې ترک کوي، چې شرم ده.
یو کس به وي، چې هېڅ لمونځ نه کوي، کله چې له داسې کسانو سره مخ شي، چې هغوی ټول لمونځ کوي، دا هم د هغوی له شرمه مجبوریږي، چې لمونځ وکړي.
یو کس روژه نه نیسي خوري یې، خو دا روژه د چا په مخکې نه خوري په پټه یې خوري، ځکه شرمېږي، له خدایه نه شرمېږي، له بنده ګانو یې شرمېږي.
دا هغه څه دي، چې دود په کې له دینه غوره ګڼل شوی.
که یو کس دین ته دودیزه بڼه ورکوي او پر دې پار یو عمل نه ترسره کوي، چې دا د الله امر دی، بلکې د ټولنې د وګړو له شرمه یې کوي، هغه عمل د الله په دربار کې د قبلېدو وړ نه دی، ځکه ده د الله امر نه دی پر ځای کړی، بلکې دود ته یې درناوی کړی او د یوه بنده له شرمه یې هغه کار کړی.
الله تعالی علم په نر او ښځې فرض کړی، خو پښتانه پر دې خاطر خپلې لوڼې زده کړو ته نه پریږدي، چې دا د دوی دود دی او که کوم پلار یا ورور په خپلې لور تعلیم وکړ هغه په پښتني ټولنه کې بې غیرته ګڼل کېږي.
دا او دې ته ورته ډېرې بېلګې دي، چې زموږ په ټولنه کې دود په کې پر دین غوره ګڼل شوي او یا یې هم دین ته دودیزه بڼه ورکړې ده، چې دې دودونو زموږ ټولنه له بېلا بېلو ستونزو مخ کړې، چې حتی ځینې همدا دودونه دي، چې زموږ د بدبختۍ او وروسته پاتې والې لامل ګرځېدلی دی.
له دود څخه پیروي کول د دنیا او اخرت د بدمرغۍ لامل کېږي.