د خیټې د وازګې یا شحمیاتو د اوبو کولو او ښکلي اندام لپاره بادام وخورئ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ژباړه: مریم محمدي
بادام يوه انرژي لرونکې مېوه ده، چې په پوره اندازه د ای ويټامين، پروتين، پوتاشيم، کلسيم، فاسفورس او اوسپنه لري.
بادام د انسان جلد شفاف، ويښتان قوي او د زړه د ناروغۍ مخنيوی کوي. بادام د ټټر نرموونکی، د معدې تقويه کوونکی، د حافظې او سترګو د دېد لپاره ګټور دی.
هغه مواد چې له چاغوالي سره په ټنګه مبارزه کوي، هغه بادام دي. بادام نه یوازې دا چې وزن کموي، د انسان بدن لپاره نورې ګټې هم لري.
بادام د زړه او شکر ناروغۍ مخنیوي لپاره هم فایده لري، نو هره ورځ یې بې له کومې اندیښنې وخورئ.
بادام څنکه د خيټې وازګې اوبه کوي؟
ځکه مګنیزیم، ویټامین Eاو پروتين سر بیره نور ګټور مواد لري، په بادامو کې د پروتين شتون د دې سبب کیږي چې د بدن وازږي په نوبت سره وسوځیږي.
د بادامو غوړ نه یوازې دا چې د وزن په کموالي کې رول لري، بلکې د اضافه غوړو په له منځه وړلو کې هم کمک کوي.
د خیټې د وازګو له منځه وړلو لپاره که په نورمال ډول هره ورځ له ۱۰ تر ۲۰ بادامه وخوړل شي ګټه یې ډيره ده.
که غواړئ خیټه مو نه وي او ښکلي اندام ولرئ، نو کولای شئ چې د بادامو خوړولو لپاره داسې مهالویش جوړ کړئ:
له ۶ تر ۸ بادام د شپې له خوا لنده کړئ، په سهار کې له سهارنۍ وروسته یو ګیلاس د لیمو اوبه وڅښئ، وروسته له ۳۰ دقیقو هغه بادام چې شپې مو لنده کړي، هغه وخورئ، د ورځې په جریان کې هم لږ تر لږه ۱۰ بادمه وخورئ، د نورو ګټو ترڅنګ د خیټې له اضافه وازګو به وژغورل شئ.
منبع: خدمات صحت