د خپلواکۍ په نوم سياليو کي اراکوزيا و پښتون لوبډلي ته ماته ورکړه.

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

راپور: مدثر دعوت
په هلمند کي د خپلواکۍ د بيرته اخیستلو په وياړ شل اووريزي سيالۍ پيل سويدي.
ددې ټورنمينټ په لړ کي اراکوزيا لوبډلي د پښتون لوبډلي ته د ۱۲ منډو په توپير ماته ورکړه.
received 365684674122011 د خپلواکۍ په نوم سياليو کي اراکوزيا و پښتون لوبډلي ته ماته ورکړه.
د لوبي پچه اراکوزيا لوبډلي وګټله او د توپوهني پريکړه يې وکړله.
د اراکوزيا لوبډلي په پوره شل اوورونو کي وکولای سوله چي ۱۴۱ منډي هدف وټاکي.
20190731 180508 د خپلواکۍ په نوم سياليو کي اراکوزيا و پښتون لوبډلي ته ماته ورکړه.
په لومړۍ پاړۍ کي ترټولو ډيري ۶۱ منډي عصمت الله وکړلې او د پښتون لوبډلي لپاره ګل اغا ۴ او الله داد ۳ ويکټي ترلاسه کړې.
که څه هم په شل اووريزه لوبه کي ۱۴۱ منډي هدف لوړ ندی خو د پښتون لوبډلي ښه پيل ونکړ.
پښتون لوبډلي په پوره شل اوورونو کي يوازي ۱۲۸ منډي وکړې.
د پښتون لوبډلي لپاره تر ټولو ډيري ۴۱ منډي نعمت الله وکړلې خو د اراکوزيا لوبډلي لپاره اکرام الله ۳ او عظمت الله ۲ ويکټي واخيستلې.
20190731 180528 د خپلواکۍ په نوم سياليو کي اراکوزيا و پښتون لوبډلي ته ماته ورکړه.
لوبه اراکوزيا لوبډلي د ۱۲ منډو په توپير وګټله.
عصمت الله د ۶۹ منډو په کولو سره د لوبي د غوره لوبغاړي جائزه وګټله.
سبا راشدخان او بولان همدارنګه داوري او روحاني لوبډلي سره مخ کيږي.