د بایډن تر اعلان وروسته د امریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو د افغانستان په ځینو برخو کې هوایي بریدونه کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه الوتکو تېره ورځ ناوخته د جوزجان په مرکز شبرغان کې د طالبانو پر یوه ګروپ هوایي بریدونه کړي دي.
ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په دې برید کې شاوخوا ۵۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف هم تایید کړې، چې یادو الوتکو تېره شپه وقفه يي هوايي بریدونه کړي دي او هغه طالبان یې په نښه کړي چې پر شبرغان یې بریدونه کړي دي.
د نوموړې په خبره طالبان په تيپ لېوا کې د وسلو او مهماتو د راټولولو په حال کې وو، چې د هوایي برید ښکار شول او شاوخوا ۴۰ کسان پکې ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند هم تایید کړې، چې دوی هوایي بریدونه پيل کړي خو د وخت او ځای په اړه یې څه نه دي ویلي
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ جوبایډن پر طالب وسله والو د بریدونو پیلولو امر کړی دی.
د ډیلې مېل د راپور له مخې، ولسمشر بایډن د امریکا بي-۵۲ او نورو پرمختللو الوتکو ته امر کړی دی چې په افغانستان کې هغه طالب وسله وال په نښه کړي چې پر ښارونو د بریدونو پلان لري.
په راپور کې راغلي، چې دا بریدونه به په هغو درېیو ولایتونو کې پیل شي چې طالبان یې اوسمهال د نیولو هڅه کوي او یا یې نیولي دي.
د راپور له مخې، بي-۵۲ او اېسي-۱۳۰ هغه پرمختللې جنګي الوتکې دي چې کولی شي تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت په هوا کې وګرځي او دغه راز له ډېر لرې خپل هدف په ښه توګه وولي.